د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیري: القاعده کمزورې شوې ده


د افغانستان حکومت وايي، هلته به د القاعده شبکې د مشر عمر خطاب له وژل کیدو سره د یادې شبکې فعالیت نور هم کمزوری شي.

دا خبره د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د سېشنبې پر ماښام مشال راډیو ته وکړه.

دا له هغه وروسته ده چې د افغانستان د دفاع وزارت وايي،ملي اردو د ملي امنیت او نړیوالو ځواکونو سره په ګډه وړمه شپه په یو لړ عملیاتو کې د القاعده شبکې یو مهم قومندان عمر خطاب له اتیا تنه نورو ترهګرو سره وژلی دی.

وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG