د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان ایرلېنډ ته ماته ورکړه


Afghanistan beat Ireland

د افغانستان ځوان او په لومړي ځل په ۵۰ اوریزو نړیوالو لوبو کې لوبېدونکي مجیب ځدراڼ څلور او راشد خان درې وګټونه واخیستل.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درو یو ورځنیو لوبو په لومړۍ لوبه کې ایرلېنډ ته په ۱۳۸ منډو ماته ورکړې ده.

د سه شنبې په ورځ ناوخته د متحده عرب اماراتو په شارجه کې تر سره شوې لوبه کې ایرلېنډ پچه وګټله او افغانستان ته یې د بېټنګ بلنه ورکړه.

افغان لوبغاړو په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سر ۲۳۸ منډې وکړې.

د افغانستان له خوا ناصر جمال ۵۳ ، رحمت شاه۵۰، راشد خان۴۸ او شفیق الله شفق ۳۶ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د ایرلېنډ ټول لوبغاړي په ۳۱،۴ اورونو کې د ۱۰۰ منډو له جوړولو وروسته اوټ شول.

د افغانستان ځوان او په لومړي ځل په ۵۰ اوریزو نړیوالو لوبو کې لوبېدونکي مجیب ځدراڼ څلور او راشد خان درې وګټونه واخیستل.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه مجیب ځدراڼ ته ورکړل شوه. د افغانستان او ایرلېنډ دویمه لوبه سبا تر سره کېږي.

مجیب ځدراڼ ته د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ورکړل کېږي
مجیب ځدراڼ ته د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ورکړل کېږي

XS
SM
MD
LG