محمد اشرف غني دا خبره د یکشنبې ورځې ماښام د ملي شورا له ریيسانو، اداري پلاویو او غړیو سره په ارګ کې د کتنې پر مهال وکړه. ښاغلي غني و نه ويل، چې دغه کنفرانس به کله جوړېږي، خو ويې ويل، چې په دې برخه کې په ګډه پر چمتووالي کار کوي.
د افغانستان ولسمشر وويل، متحده امارات د اول عربي هېواد په توګه د افغانستان له هوايي ځواک سره مرستې ته تيار دى او په افغانستان کې به د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.
ولسمشر غني وويل، د افغانانو د غوښتنو د عملي کېدو لپاره تر ٤٠ کلونو وروسته نړيوال ماحول بدل شوى. د افغانستان ولسمشر په خپلو خبرو کې وويل، ټاپي پروژه به په درېوو مياشتو کې د افغانستان خاورې ته داخله شي.
د دې پروژې په مرسته د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بيا هند ته انتقالېږي. دغه پروژه دوه کاله مخکې د ولسمشر غني او د ترکمنستان د ولسمشر قربان قلي بيردي محمدوف له خوا پرانيستل شوې وه.