د لاسرسي ځای

تازه خبر

" د انتخاباتي کمپاين چلونکيو او روسي استاذيو ترمنځ همکاري نه ده شوې"


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا ټینګار کړی چې د هغه د انتخاباتي کمپاین د کارکونکو او روسيې د حکومتي استازيو ترمنځ همکاري نه ده شوې.

نوموړي د شنبې په ورځ په سپينه ماڼړۍ کې خبريالانو ته وويل چې په دې اړه اندېښمن نه دی او څه چې په ډاګه شوي په هغه کې هيڅ ډول همکاري يا جوړ جاړی نه ښکاري.

ولسمشر ټرمپ دا څرګندوني په داسي حال کې کړې چې د ملي امنیت پخواني سلاکار مایکل فلین د جمعې په ورځ ومنله چې په واشنګټن کې يې دروسيې له پخواني سفیر سره ليدلي وو خو په دې اړه يې وروسته د امريکا پلټنې فېدرالي ادارې اېف بي ای ته دروغ ويلي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG