د لاسرسي ځای

تازه خبر

سي ای اې ایراني جنرال ته خبرداری ورکړی


جنرال سلیماني په عراق کې مخابره کوي.
جنرال سلیماني په عراق کې مخابره کوي.

پراګ - د امريکا د استخباراتي ادارې (سي ای ای) مشر، مايک پومپيو د خالي پر ورځ وويل، د ايران پوځ مشر، جنرال قاسم سلیماني او ايراني مشرانو ته په لېږلي خط کې يې له هغوی سره په عراق کې د ايرانيانو د تهديدونو په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړي دي.

نوموړي، چې په جنوبي کيليفورنيا کې يې د امريکا د دفاع پر موضوع د بحث لپاره جوړې يوې غونډې ته وينا کوله، زياته کړه چې د ايران د پوځ مشر ته يې تر هغې وروسته لیک استولی چې د نوموړي ځواکونو داسې اشارې ورکړې چې هغوی ښايي په عراق کې مېشت امريکايي ځواکونه په نښه کړي.

د سي ای ای مشر د ايراني پوځ مشر ته د لیک استولو نېټه و نه ښوده خو ويې ويل، پر ايرانيانو يې واضح کړې چې که په عراق کې امريکايي اهداف په نښه شول، ټوله ذمه واري به يې د ايرانيو ځواکونو په غاړه وي.

ليکنه د سي ای ای د مشر، پومپيو په حواله وايي، د ايراني پوځ د بهرنيو عملياتو مشر، جنرال سليماني هغه ته د لېږدول شوي خط له لوستلو انکار کړی دی.

د ليکنې تر مخه، ايراني رسنيو د ايران د ستر مذهبي مشر، ايت الله علي خامنه يي د يوه سلاکار، محمد محمدي ګلپيګني په حواله ويلي، د سي ای ای لپاره کار کوونکي يو کس په نومبر کې، چې جنرال سليماني د سوريې البو کمال سيمې ته د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد د جګړې ليدو ته ورغلی وو، هغه د امريکايي چارواکو له خوا د يو خط ورکولو هڅه کړې وه.

د اژانس په ليکنه کې د ايران د نيمه دولتي خبري اژانس، فارس هغه خبر راخيستل شوی چې پکې بيا هم د ګلپيګني په حواله ويل شوي، جنرال سليماني په دې ويلو سره چې امريکايانو ته د وينا لپاره هېڅ نه لري، د خط له لوستلو بيخي انکار وکړ.

رویټرز خبري اژانس په اکتوبر کې رپورټ ورکړی وو چې د ايراني پوځ مشر د عراق کردستان سيمې ته سفرونه کړي او د کردانو مشرانو ته يې دړکه کړې چې له کرکوک سيمې سره، چې له تېلو ډکه ده، هېڅ سروکار و نه لري.

ليکنه زیاتوي، د امريکا په مشرۍ اېتلاف په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد جګړه کوي او اکثره وخت له هغو ملېشه ځواکونو سره مخ کيږي چې ايران يې د يادې وسله والې ډلې پر ضد د جګړې لپاره حمايه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG