د لاسرسي ځای

پېښور های کورټ د پاکستان کورنیو چارو وزارت او د خیبر پښتونخوا د لرغونو اثارو ادارې ته امر کړی چې په بالا حصار کلا کې د اېف سي ځواک د موجودیت په اړه سپیناوی وکړي.

عدالت دا امر تېره ورځ تر هغې وروسته په اورېدنه کې کړی چې یوه وکیل خورشید په خپل درخواست کې ورڅخه غوښتنه کړې چې د بالا حصار تاریخي کلا دې د اېف سي ځواک له سرتېرو څخه خالي کړي او ولس او سېلانیانو ته دې یې د لیدو لپاره پرانیزي.

خورشید تېر ماښام مشال راډیو ته وویل، په حیات اباد کې د اېف سي ځواک لپاره ځانګړی ځای موجود دی نو ځکه په بالا حصار کې د هغوی د پاتې کېدو جواز نشته.

د دې ځواک چارواکي وايي، قضیه اوس په عدالت کې ده نو ځکه د خورشید وکیل د څرګندونو په اړه له څه ویلو ډډه کوي. دا کلا د مغولو، افغانانو او سېکانو د واکمنیو په وخت کې د دفاعي مرکز په توګه کارول شوې او د پاکستان له جوړېدو راهیسې پکې د اېف سي ځواک سرتېري پراته دي.

XS
SM
MD
LG