د لاسرسي ځای

تازه خبر

'اسلام اباد او واشنګټن په خبرو خپلمنځۍ فاصلې کمول غواړي'


د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټيلرسن له خپل پاکستاني سیال خواجه اصف سره
د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټيلرسن له خپل پاکستاني سیال خواجه اصف سره

د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډې پرمهال د پاکستان خارجه وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل وینا وه چې د تېر اګست په میاشت کې د امریکا نوې پالیسۍ تر راتلو وروستو دواړو ملکونو ترمنځ اختلافات راغلي ول چې د څه پس اسلام اباد او واشنګټن د مذاکراتو لړۍ پیل کړې وه.

د وسله والو ډلو کمک په اړه د جنرل نکلسن او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي بیانونو په اړه د یاد وزارت ویاند ښاغلي فیصل وویل چې داسي خبرې د امریکې نوې پالیسۍ کې هم راغلې وې چې په څه پاکستان خپل اختلاف څرګند کړی و.

ده دا هم وویل چې پاکستان او امریکه په مزاکراتو کې څه ګټه ګوري نو ځکه یې کوي.

''د پاکستان او امریکا په نظر او خیالاتو کې فرق دې او په دې کې په یقیني توګه فاصله هم شته نو دا فاصله کمولو لپاره دواړو خواو لخوا ناستې کیږي. هغوي هم راځي او موږ هم هلته ته تللې یو. د خبراترو په ذریعه به یوه شریکه لار ترلاسه شي. که د یو څه په اړه په نظرونو کې توپیر وي نو هغه نزدې کولو لپاره یوه طریقه وي چې هغه د خبرو اترو لار وي او دې سره بیا یو شریکه لار ملاویږي او موږ هیله مند یو چې دواړو هېوادونو ته به یوه شریکه لار ترلاسه شي.''

د اسلام اباد - واشنګټن ترینګلیو اړیکیو ښه کولو هڅې

په وړمه ورځ په کابل کې د ناټو ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن ویلي و چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اړخه سخته رویه خپلولو باوجود اسلام اباد په مبینه توګه د ترهګرو پرضد د مرستۍ رویه کې بدلون نه دې راغلې.

خپل منځي فاصلې کمولو او یو ګډ نظر ته رسیدو په اړه د پاکستان پخوانۍ خارجه سېکټر شمشاد احمد وایي د مسلو هواري لپاره مزاکرات يواځینې لار ده.

ده وویل چې پاکستان او امریکا دواړه د یو بل ضرورت لري.

"چې کله هم فاصله ترمنځ راځي نو هاغه یواځې د مزاکراتو د لارې ختمېدلی شي. دا په زوره، فشار او په دړکې نه ختمېږي. څومره چې څوک د زور لار خپلوي او یا داسې ژبه استعمالوی چې بل ته دا ولګېږي چې ما هدف کوي نو هغه فاصله سېوا شي نو زما په خیال دواړو خواو ته احساس شته چې یواځې د مذاکراتو او تعمیری هلو ځلو نه بله لار نه شته."

د کراچۍ پوهنتون د نړیوالو امورو څانګې پروفېسر ډاکټر مونس احمر وایي د پاکستان او امریکه ترمنځ اصل مسله د اعتماد د کموالي ده چې پکې د افغانستان د معاملې له وجې نه یواځې ژورتیا راروانه ده بلکې د اعتماد دا کموالې سېوا کېږي هم.

"د امریکا دفاع وزیر به پاکستان ته راځي او له دې وړاندې د امریکا خارجه وزیر هم دوره کړې خو د دواړو ملکونو ترمنځ تر څو پورې عملي اقدامات نه کیږي نو دا لرې والې نشې کمیداې. پاکستان ته دا محسوسیږي چې استعمال کړی شو او د امریکې یو لوې اتحادي د سوړ جنګ نه واخلې تر اوسه پورې پاتې شوې دې خو تورونه پاکستان برداشت کوي نو که مزاکرات په خلاص زړه وشي او کوم لرې والې دې که هاغه کم کړې شي نو ممکنه ده چې راتلونکی وختونو کې امریکې سره د پاکستان اړیکې ښه شي خو دا به دومره اسانه نه وي."

پاکستان او امریکه ترمنځ اړیکې د جنوبي ایشیا او افغانستان په اړه نوې پالیسي اعلانولو پس د کړکېچ ښکار شوې وی خو په دې ورستیو کې د اعلی چارواکو د ملاقاتونو پس دواړو ملکونو اړیکې مخ په وړاندې په وړولو اتفاق کړی وو.

XS
SM
MD
LG