د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

پکتیا سږکال زښته ډېر زڼغوزي شوي دي

د پکتیا ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د زڼغوزي حاصلات سږ کال د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوي دي.

د پکتیا ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس ولید احمد تسل نن ازادي راډیو ته وویل، دغه حاصلات د خصوصي سکتور د ټولنو له خوا لومړی خوست او بیا چین، پاکستان او هند ته برامد کېږي.

د ښاغلي تسل په خبره، زڼغوزي په هېواد کې دننه او بهر په لوړه بیه پلورل کېږي او سږ کال به یې ګټه ډېره وي.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

خوست: چاودنې یو تن وژلی، شپږ ژوبل

خوست ښارګوټی

د افغانستان په خوست ښار کې ماین چاودنې یو کس وژلی او شپږ ولسي وګړي تپیان کړي.

د خوست والي ویاند طالب منګل مشال راډیو ته وویل، چې دغه چاودنه د سېپټېمبر پر ۳۰مه مازدیګر مهال ۴: ۴۵ دقیقې د خوست دوهمې حوزې اړوند د مجاهد څلور لارې ته څېرمه وشوه.

منګل وایي، یو تن ماین انتقالونکي، چې غوښتل یې یو ماین انتقال کړي، خپل ماین پرې چاودلی او نوموړی یې ځای پر ځای وژلی.

په پېښه کې شپږ ولسي وګړي هم ټپیان شوي چې پولیسو یاد ټپیان روغتون ته پر وخت انتقال کړي دي.

د دې چاودنې مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم د خوست ښار په منځ چوک کې یوې چاودنې د ښوونځی یو زده کوونکی وواژه او څلور کسان یې ټپیان کړل.

هند کې د بابري جومات ۳۲ تورن کسان پرېښودل شول

۳۰ کاله مخکې شوې د دغې پېښې په نتيجه کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ په راپورته شوي تشدد کې شاو خوا ۲۰۰۰ کسان مړه شوي و.

د هند يوه عدالت د سېپټېمبر پر ۳۰مه هغه ټول ۳۲ کسان بري کړي دي چې په بابري جومات باندې په بريد او نړولو تورن ول.

۳۰ کاله مخکې شوې د دغې پېښې په نتيجه کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ په راپورته شوي تشدد کې شاو خوا ۲۰۰۰ کسان مړه شوي و.

د هندو قامپرسته حکمران ګوند بارتيا جنتا پارټۍيوشمېر مشران په هغه تورنو کسانو کې شامل و چې نن خوشې شوي دي.

دوی ادعا کوي چې دغه جومات په يو مندر جوړ شوی و.
دوی ادعا کوي چې دغه جومات په يو مندر جوړ شوی و.

په دې کسانو کې د بي جې پي شريک جوړونکی او پخوانی مرستيال وزيراعظم لال کرشنا اډواني، پخوانی وفاقي وزيران مورلی منوهر جوشي او اوما بهارتي او راجستان ګورنر کليان سنګ شامل دي.

دوی دا تورنه رد کړي دي چې د ۱۹۹۲ز کال په دېسمبر کې يې د شپاړسمې صدۍ د بابري جومات د نړلو لپاره هندو بلوه ګر راپارولي ول.

هندوان پر دې عقيده دي چې دغه جومات پر هغه ځای جوړ کړل شوی و چېرته چې د دوی بهګوان رام پېدا شوی و.

دوی ادعا کوي چې دغه جومات په يو مندر جوړ شوی و.

په ۱۹۹۳ز کال کې په شوې دغه پېښه کې ۴۹ کسان تورن شوي و چې پکې تر دې وخته ۱۷ کسان مړه شوي دي او پاتې ۳۲ کسان يو ځانګړي عدالت نن وروسته له هغو خوشې کړل چې د عدالت په وينا داسې ثبوتونه نه دي ترلاسه شوي چې وښيي د دې ورانولو لپاره له وړاندې پلان شوی و.

لغمان کې د هاوان مرمۍ د یوې کورنۍ درې غړي وژلي

د لغمان ولایت نقشه

د افغانستان په لغمان ولایت کې د هاوان مرمۍ د یوې کورنۍ درې غړي وژلي او درې تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د لغمان والي ویاند اسدالله دولتزي مشال راډيو ته وویل چې بېګا شاوخوا اته بجې د لغمان د الینګار ولسوالۍ په قلعټک سیمه کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې.

هغه وايي، وژل شوي یوه ښځه او دوه ماشومان دي.

د پېښې درې ټپیان چې ماشومان دي روغتون ته وړل شوي.

د لغمان والي ویاند که څه هم ونه‌ ویل چې دغه مرمۍ د کوم لوري لخوا توغول شوې، خو په سیمه کې وخت ناوخت د افغان ځواکونو او وسله‌ والو طالبانو ترمنځ پر یو بل د بریدونو خبرونه ورکول کېږي.

خو وسله ‌وال طالبان بیا د دغې پېښې مسولیت پر افغان ځواکونو وراچوي او وایي چې هاوان د افغان ځواکونو لخوا توغول شوی دی.

پاریس: د اقدام قتل له تورن پاکستاني ترهګریزې پلټنې

څارنوال وايي مشکوکه حمله کوونکی دوه کاله مخکې فرانس ته راغلی و او ځان يې داسې وړاندې کړی و چې هغه يوازې دی.

له هغه پاکستانی کس څخه د ترهګرۍ ضد څارنوال رسمي پلټنې کوي چې په پاریس کې د شارلي ابدو د پخوانيو دفترونو مخې ته یې په چړو د دوو کسانو ژوبلولو تور دی.

څارنوال مخکې ويلي و چې مشکوکه کس به تحقيقات کوونکو ججانو ته وړاندې کېږي خو بيا دغه پرېکړه بدله شوه او اوس د ترهګرۍ ضد څارنوال له ترهګرۍ سره د تړلي اقدام قتل پر پلان له ياد کس رسمي پلټنې کوي.

څارنوال جين فرنسوا رچرډ د سېپټېمبر پر ۲۹مه يو خبري کانفرنس ته وويل د سېپټېمبر پر ۲۵مه دغه مشکوکه بريدګر پلان درلود چې د شارلي ابدو مجلې پخوانيو دفترونو ته په زوره ننوځي خو نوموړي بيا هغه دوه کسان په چاړه ووهل چې د ده په فکر د شارلې ابدو د عملې غړي ول.

دغو سختو ژوبلو کسانو له هغه ديواله سره سګرېټ څکولو چې پرې د ۲۰۱۵ز کال د بريد قربانيانو په اړه پېنټېنګ شوی و. په هغه بريد کې دولس کسان وژل شوي و.

مشکوکه کس پلټوونکو ته ويلي دي چې هغه په پاکستان کې هغه ويډيوګانې کتلي وې چې پکې ښودل شوي و چې شارلي ابدو مجلې په ۲۰۰۶ز کال او سږکال بيا هغه مواد خپاره کړي و چې پکې د اسلام د پیغمبر سپکاوی شوی و.

رچرډ ويلي دي چې مشکوکه حمله کوونکی دوه کاله مخکې فرانس ته راغلی و او ځان يې داسې وړاندې کړی و چې هغه يوازې دی.

نوموړی د اسلامي سختدريځۍ لپاره د پوليس تر څار لاندې نه و.

نوښار: کباړ بازار کې د توپ ګوله چاودلې، پنځه تنه مړه

د نوښار کېمپ کورونو په سیمه کې نن سهار د توپ ګولې له چاودنې پینځه کسان وژل شوي او یو تن ژوبل شوی دی. د سرکاري امدادي ادارې ریسکیو ١١٢٢ د بیان له مخې دا پېښه په کباړ بازار کې شوې ده.

د کېمپ کورونو ځايي ولس د دې پېښې پروړاندې په احتجاج کې د پېښور موټروې تړلې وه، دوی پر پولیسو او نورو امدادي ادارو نیوکې کولې چې پر وخت له ژوبلو کسانو سره مرستې ته نه دي ورسېدلي.

'له خیبر پښتونخوا افغانستان ته تلونکې لارې به اونۍ کې ۴ ورځې خلاصې وي'

د تورخم دروازه

د افغانستان لپاره د وزیر اعظم ځانګړی استازی وايي، په خيبر پښتونخوا کې له افغانستان سره تړلې ټولې لارې به په اونۍ کې څلورو ورځو لپاره خلاصي وي.

محمد صادق خان په دوشنبه پر خپل ټویټر لیکلي چې د تورخم په ګډون په خیبر پښتونخوا کې له افغانستان سره ټولې لارې به د نهې، شورو، زیارت او خالي په ورځ د مساپرو او عامو خلکو د تګ راتګ لپاره پرانستل شي.

دوي هيله څرګنده کړه چې ډېر ژر به حالت ته ښه شي او خپلو سرحدي چارواکو ته ويلي دي چې لارې خلاصې کړي.

له حکومتي اعلان وروسته نن سهار د تورخم دروازه پرانستل شوې او خلکو پرې تګ راتګ پیل کړی دی. د تورخم انتظامي چارواکي وایي، هغه افغان وګړي چې پر تورخم دروازه پاکستان ته تلل غواړي نو باید پاسپورټ او ویزا ورسره وي.

له دې لارې افغانستان ته تلونکې یارالرحمان له مشال راډیو سره په خبرو کې خوښې وښوده چې اوس به ځي راځي. دی زیاتوي پر دې لار یې یو وړوکی روزګار روان وو خو د کورونا وبا پر مهال له بندېدو یې ژوند ډېر کړېدلی وو. نوموړی زیاتوي، اوس به یې کار روزګار روان شي، خپل خپلوان به سره وویني.

فرمان الله هم د تورخم پر لار ټېکسي چلوي، دی وايي ډېری سورلۍ یې د افغانستان وګړي ول او ښه ژوند یې روان وو د تورخم دروازې له تړلو ورته ډېر تاوان رسېدلی وو او زیاتوي چې اوس به یې کار بیرته روان شي.

د تورخم لار د مارچ په ۱۶ نېټه د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د عامو خلکو پرمخ تړل شوې وه.

ارمېنیا او اذربایجان دې تریخوالی ودروي: ګویتېرش

په جنوبي قفقاز کې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ نښتې په خونړۍ جګړه بدلې شوې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویتېرش له ارمېنیا او اذربایجانه غوښتي چې په نګورنو قره باغ سیمه کې ژر تر ژره تاوتریخوالی ودروي.

په جنوبي قفقاز کې د ارمېنیا او اذربایجان ترمنځ نښتې په خونړۍ جګړه بدلې شوې.

دا په تېرو څلورو کلونو کې لومړی ځل دی چې په دې نښته کې د سیمه‌ییزو ځواکونو ترکیې او روسیې د ښکېلتیا خطر زیات شوی دی.

د اذربایجان ولسمشر الهام عليیف د سېپټېمبر پر ۲۸مه د نیم پوځ خوځښت خبر ورکړ.

پلازمېنې باکو وویل چې د جګړې له پیل راهیسې د یوې کورنۍ پنځو غړو په ګډون شپږ اذري وګړي وژل شوي او ۱۹ ټپيان شوي دي.

یونان سلګونه کډوال له لیسبوس ټاپو څخه بلځای ته لېږدوي

د لیسبوس په موریا کمپ د اکست په میاشت کې د اور ولګېدو له کبله په زرګونه پناه غوښتونکي بې سرپناه شوي ول.

د یونان حکومت په پام کې لري چې په سلګونه کډوال له لیسبوس ټاپو بل ځای ته ولېږدوي.

یونان په پام کې لري ۲۳۰۰ نور کسان چې د کډوالو په نامه پېژندل شوي، هم خپل عمده قلمرو ته ولېږدوي.

د لیسبوس په موریا کمپ تېره میاشت اور ولګېد او په زرګونو پناه غوښتونکي بې سرپناه شول.

د یونان دولتي راډیو- ټلویزیون ویلي، د دغه هېواد حکومت دوشنبه تر ۷۰۰ زیات کډوال له لیسبوس ټاپو او په اور له یوه سوځېدلي کمپ څخه خپل عمده قلمرو ته لېږدوي.

د ډېنیېل پرل د وژنې مقدمه په سپریم کورټ کې

د پاکستان سپريم کورټ د امریکايي خبريال ډېنيل پرل د وژنې د مقدمې اورېدنه کړې ده.

د سيند های کورټ د ۲۰۲۰م کال د اپرېل پر ۲۰ نېټه د هغه په وژنه کې مجرم ګرځول شوي عمر شیخ د مرګ سزا د اوو کالونو په بند اړولې وه. خو د سيند حکومت او د ډينيل پرل مور او پلار د دې فيصلې پرضد په سپريم کورټ کې درخواست جمع کړ.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي چې سپريم کورت د دوشنبې په ورځ د اورېدنې پر مهال سيند حکومت ته حکم ورکړ چې عمر شيخ دې نه خوشی کوي. عمر شيخ د وژنې په جرم کې له تېرو شاوخوا ۱۸ کالونو راهیسې په زندان کې دی.

د سيند های کورټ د فیصلې په رڼا کې به عمر شيخ خوشي کېده خو سيند حکومت د امن عامه تر قانوني مادې لاندې هغه په حراست کې وساته چې وخت به يې د سېپټېمبر پر ۳۰مه پوره کېږي.

د وال سټريټ جورنال خبريال ډېنېل پرل په په ۲۰۰۲ ز کال کې په کراچۍ کې تر تښتونې وروسته وژل شوی وو. پوليسو په دې تور له القاعده سره تړاو لرونکی عمر سعيد شيخ او درې نور کسان نيولي ول. وروسته د کراچۍ ترهګرۍ يو عدالت تورن کسان په مجرم ګرځولو سره سزا کړل.

افغانستان کې امن به قبایلي سیمو ته روزګار رواړي: عمران خان

عمران خان

د پاکستان وزيراعظم ويلي، تیاری يې نيولی چې په افغانستان کې له سولې راتلو سره سم له ډېورنډ کرښې سره مارکېټونه جوړ کړي.

عمران خان دا خبره د سېپټېمبر پر ۲۸مه نېټه د مومندو او باجوړ د سفر پر مهال کړې ده. هغه غونډې ته وينا پر مهال د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو يادونه وکړه او ویې ويل چې په افغانستان کې د امن له راتلو سره به مينځنۍ اسيا ته تجارتي لارې خلاصې شي.

عمران خان زياته کړه، د سولې سره به د قبايلي سيمو خلکو لپاره د روزګار موقعې پېدا شي. د پاکستان وزيراعظم د سفر پر مهال د مومندو ناکۍ سورنګ او شېخ زید سړک پرانيسته وکړه.

د اپوزېشن مشر شهباز شریف ګرفتار

شهباز شریف

د پاکستان اپوزيشن مشر او د مسلم ليګ نواز مشر شهباز شريف په ناقانونه توګه د پېسو لېږد په مقدمه کې ونيول شو.

نوموړی یې د سېپټېمبر پر ۲۸مه نېټه د پاکستان احتساب ادارې نېب د لاهور های کورټ مخې ته له هغه وروسته ونيولی چې عدالت د هغه د ضمانت درخواست رد کړ. نېب پر هغه له امدني زياتې شتمنیو لرلو او د پېسو په ناقانونه توګه د لېږدولو مقدمې جوړې کړې دي.

په تېره اورېدنه کې دوکسيزه بنچ د سېپټېمبر تر ۲۸مې (نن) پورې د شهباز شريف ضمانت غځولی وو. د نيول کېدو پر مهال د مسلم ليګ نواز ګڼ شمېر غړي موجو ول او هغو د تحريک انصاف حکومت او نېب پرضد شعارونه ورکړل.

د مسلم ليګ نواز مرستيالې مشرې مريم نواز په ټويټر پاڼه ليکلي چې شهباز شريف ځکه نيول شوی چې هغه د هغو قوتونو په لاسونو کې له لوبېدو انکار وکړ چې د دې په خبره غوښتل يې چې دی د خپل ورور(نوازشريف) پرضد استعمال کړي. نوموړې پر مخ ليکلي چې شهبازشريف د خپل ورور پر ضد د درېدو پر ځای جيل ته تګ غوره وګاڼه. نوموړې دا انتقامي احتساب بللی او ويلي چې دا به د نواز شريف او د هغه د ملګرو حوصلې کمزورې نکړا شي. دې دړکه ورکړې چې هغه وخت ډېر ليرې نه دی چې ولس به د دې حکومت او د دوی په واک کې د راوستونکيو احتساب وکړي.

پاکستان تحريکا انصاف په وار وار شهباز شريف او نوازشريف باندې د کرپسن تورونه لګولي چې دوی هروخت رد کړي دي.

د پاکستانیو خبریالانو ټولنې منډي بهاوالدين کې د خبريال د وژنې پلټنه غوښتې

د بلوچستان خبریالانو مظاهره

د خبريالانو سازمانونو د يوه پاکستاني خبريال د وژنې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

دي انټرنېشنل يونېن اف جرنلټس او پاکستان فېډرل يونېن اف جرنلتس د سېپمټېمبر پر ۲۸ نېټه په يو ګډ بيان کې ويلي چې د جرم و سزا په نوم ورځپاڼې خبريال عابد حسين عابدي باندې د روانې مياشتې پر ۲۵مه نېټه د پنجاب منډي بهاوالدين مالک وال کې هغه مهال بريد وشو چې له خپل ورور سره کور ته روان وو. خبريال په پشه کې په ډرو ووېشتل چې سخت زخمي شو او د مالک خېل هسپتال ته يوړل شو. د بيان په خبره، ډاکټرانو هغه د علاج لپاره بل هسپتال ته د وړلو وړاندېز وکړ خو خبريال د سختو ټپونو له کبله په لاره کې مړ شو. اعلاميه، د وژل شوي خبريال د ورور له خولې وايي، بريدګرو تر حملې له مخه غږ وکړ چې دوی د عابد حسېن د يو رپورټ له وجې پر هغه بريد کوي. په بيان کې ويل شوي چې پوليسو د شک پر اساس يو کس نيولی چې له هغه ادعا سره سم د عابدي په وژنه کې لاس لري. پاکستان فېډرل يونېن اف جرنلټس د خبريال وژنه غندلې ده او د هغه د قاتل د ژر تر ژره نيولو غوښتنه يې کړې ده. بيان زياتوي چې دا په ۲۰۲۰م کال کې اووم خبريال دی چې وژل کېږي.

انډین پرېمیېر لیګ: راجستان رایلز، کینګز الېون پنجاب مات کړ

د کرکټ لوبې یو مخکینی تصویر

د انډین پرېمیېر لیګ په لسمه لوبه کې بېګا راجستان رایلز په یوه دلچسپه لوبه کې کینګز الېون پنجاب لوبډلې ته په څلور وکټونو ماته ورکړه.

کنګز الیون لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو شلو اورونو کې یې یوازې دوو لوبغاړو ۲۲۳ منډې وکړې.

په دې کې میانک اګروال ۱۰۶ او کپتان کې ایل راهول ۶۹ منډې شاملې وې.

راجستان رایلز لوبډلې ټاکل شوی هدف په وروستي اور کې د څلور لوبغاړو په سر پوره کړ.

نن به د رایل چېلنجرز بېنګلور او ممبۍ انډینز ترمنځ په دوبۍ کې لوبه کېږي.

د نړۍ دا مشهور تجارتي ټورنامنټ سږ کال د کورونا وایرس له کبله د څو میاشتو تر ځنډ وروسته په متحده عرب اماراتو کې روان دی او نندارچیانو ته اجازه نشته چې میدان ته ورشي.

اېمي بېریټ د سپریم کورټ قاضیې جوړېدو پوره وړتیا لري: ټرمپ

ولسمشر ټرمپ د سېپټمبر پر ۲۶ مه د بېریټ تر څنګ وینا کې وویل، "نوموړې د ډیر ذهانت او ښه کردار خاونده ده."

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ محافظه کاره ججه اېمي کوني بېریټ د سپریم کورټ لپاره نومولې او غواړي چې د نومبر د درېیمې له ولسمشریزو انتخاباتو وړاندې یې زر تر زره له سېنټ څخه منظوره کړي.

په امریکايي سېنټ کې د ولسمشر ټرمپ د ریپبلکین ګوند اکثریت دی.

ولسمشر ټرمپ د سېپټمبر پر ۲۶ مه په سپینه ماڼۍ کې د بېریټ تر څنګ وینا کې وویل، "نوموړې د ډیر ذهانت او ښه کردار خاونده ده او د سپریم کورټ د جج جوړېدو لپاره پوره وړتیا لري."

مېرمن بېریټ د اپیلونو د عدالت ججه ده.

ولسمشر ټرمپ او د هغه د ریپبلیکن ګوند نور ملګري سېنیټران غواړي چې د جسټس روت بېدر ګینزبرګ پر خالي شوې چوکۍ زر تر زره ټاکنه وکړي.

مېرمن ګینز برګ چې د ازادي پالنې علامت ګڼل کېده، سږکال د سېپټمبر پر ۱۸ مه مړه شوه.

که سینیټ یې منظوري ورکړي نو د بېریټ په ورګډېدو به په امریکايي سپریم کورټ کې د محافظه کار ججانو شمېر شپږ او د ازادي پالانو شمېر درې شي.

د دغه هېواد په سپریم کورټ کې ججان د ټول عمر لپاره ټاکل کېږي.

په ای پي ایل کې نن راجستان رایلز له کینګز ایلیون پنجاب سره لوبه کوي 

د کینګز ایلیون پنجاب کپتان کې ایل راهول تر اوسه ډېر ښه ځلېدلی دی. (انځور: د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر ۲۰مه)

د هند د کرکټ غوره لیګ - انډین پرېمیر لیک - په لړ کې د سېپټمبر پر ۲۷مه راجستان رایلز او کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې سیالي کوي.

دا د روان دې مشهور تجارتي ټورنامنټ نهمه لوبه ده چې د محتحده عرب اماراتو په شارجه کې به ترسره شي.

دا لوبه نن ماښام د پېښور له وخت سره سم ماښام پر اووه بجې پیل شي.

د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا حیدر اباد لوبډلې خپله دوهمه لوبه هم وبایلله.

د کلکته نایټ رایډرز سره په لوبه کې سنرایزرز لومړۍ لوبه توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د پنځه لوبغاړو په سوزېدو ۱۴۳ منډې هدف وټاکه چې یاد هدف د کلکتې لوبډلې د دریو لوبغاړو په سوزېدو د سیالۍ په اتلسم اور کې پوره کړ.

دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد خان چې د حیدر اباد په لوبډله کې لوبیږي دواړو ته د تېرې شپې په لوبه کې چانس ورکړل شوی وو .

محمد نبي یولس منډې وکړې او راشد خان یوه ویکټه ترلاسه کړه.

په سیند کې ټرافیکي پېښې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژلي

په پاکستان کې پر لویو لارو وخت ناوخته داسې ټرافیکي پېښې رامنځ ته کېږي. (انځور: دویم اګست ۲۰۱۶م، ارشیف)

د پاکستان د سيند صوبې په حېدر اباد کې د سپارلي ګاډي نړېدو په پېښه کې ۱۳ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان رسنۍ د چارواکيو له خولې وايي، د سېپټېمبر ۲۶مې په ماښام ګاډۍ له حېدراباده کراچۍ ته روانه وه چې د نوري اباد په سيمه کې ونړېده.

د موټروې پوليسو مرستيال مشر ډاکټر افتاب پټان ډان ورځپاڼې ته ويلي چې پېښه د بریک وهلو له کبله شوې ده.

نوموړي د ډرايور له خولې ويلي چې د ده وړاندې یوه بله ګاډۍ روانه وه چې د هغې بونټ خلاص شو او ده د ځان بچ کولو لپاره برېک و وهلی چې په نتيجه کې يې ګاډۍ ونړېده.

چارواکي وايي، له نړېدو سره سم ګاډۍ اور واخيست چې پکې لږ تر لږه ۱۳کسان وسوزېدل او مړه شول.

دوی وايي، په ګاډي کې ټول ۲۰ کسان سپاره ول چې پکې پنځه سخت زخميان دي.

په پاکستان کې پر لویو لارو وخت ناوخته داسې ټرافیکي پېښې رامنځ ته کېږي.

اوکراين کې د الوتکې پریوتو پېښه کې ۲۶ کسان وژل شوي

د اوکراين سرکاري بيړنيو خدماتو څانګې د سېپټېمبر پر ۲۵مه ناوخته په خپل ټېلېګرام چېنل ويلي دي چې دغه اېن اې ۲۶ پوځي الوتکه د يوکراين په شمال مشرقي سيمه هرکېف کې راپريوتې.

د هوايي ډګر د الوتکو ټريفک کنټرول ترمخه په الوتکه کې ۲۸ کسان سپاره وو چې پکې د ۲۶ قربانيانو مړي موندل شوي دي، دوه کسان ژوبل شوي دي او د څلورو لټون روان دی.

د کورنيو چارو وزارت بيا په يو جلا بيان کې ويلي دي چې په الوتکه کې د هوايي ځواک پېلوټان او کېډټس يا نوي تربيت اخېستونکي غړي سپاره وو.

پاریس: پولیسو ۱۸ کلن ځوان د چړو د برید په شک نیولی

د پولیسو چارواکي وايي، له مرکزي ملزم سره د ممکنه رابطو په تور يو الجريايې وګړی هم نيول شوی.

د فرانسې د کورنيو چارو وزير وايي، په پاریس کې د سېپټېمبر پر ۲۵مه د طنزیه مجلې شارلي ابدو له پخوانيو دفترنو سره نږدې په چړو د دوو کسانو د ژوبلو پېښه، د يو ترهګر بريد په څېر ارزول کېږي.

د فرانسې د کورنيو چارو وزير جېرلډ ډرمېنن د سېپټېمبر پر ۲۵مه وويل چې دغه پېښه "د اسلامي ترهګرۍ واضحه فعل دی". د نوموړي په وینا خبره ښکاره ده خو په دې کې لږ ډېر شک شته.

نوموړي له فرانس ـ ټو ټېلېويژن سره په مرکه کې وويل چې دا يې د هیواد خبريالانو او ټولنې خلاف يو نوی خونړی بريد دی.

د کورنيو چارو وزير ويلي، د پېښې مرکزي ملزم چې ۱۸ کلن دی، ګمان کېږي چې درې کاله مخکې په کم عمرۍ کې له پاکستانه راغلی.

پولیس وايي، یو مشکوکه بريدګر هغه وخت ونيول شو چې له پېښې ځايه ډېر لرې نه و او په کپړو يې وينه وه.
پولیس وايي، یو مشکوکه بريدګر هغه وخت ونيول شو چې له پېښې ځايه ډېر لرې نه و او په کپړو يې وينه وه.

البته د دې تن بشپړ شناخت معلومول لا هم روان دي.

د يادونې وړ ده چې مشکوکه بريدګر هغه وخت ونيول شو چې د پېښې له ځايه ډېر لرې نه و او جامې یې په وینو ککړې وې.

د پېښې له ځای سره نېږدې يو بلېډ هم مېندل شوی.

له مرکزي ملزم سره د ممکنه رابطو په تور يو الجیريايي وګړی هم نيول شوی.

پر دې سربيره په پاریس کې چې په کوم کور کې مشکوکه بريدګر اوسېدو، په هغه د چاپې پر مهال پنځه نور کسان په حراست کې اخېستل شوي. د هغو په اړه هم ویل کېږي چې پاکستانيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۲۵مه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د ناڅرګنده کسانو لخوا د چړو په برید کې څلور کسان ټپیان شوي ول.

پولیس په مشرقي پاریس کې د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
پولیس په مشرقي پاریس کې د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

پولیس وایي، دا پېښه د طنزیه ورځپاڼې "شارلي ایبدو" د دفتر خوا ته په سیمه کې رامنځ ته شوې وه.

اسوشيېټېډ پریس خبري اژانس د سېپټېمبر پر ۲۵مه خبر ورکړ چې پولیس د پاریس ختيځه برخه کې د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

یاده دې وي چې په ۲۰۱۵ز کال کې په دغه دفتر په ترهګر برید کې ۱۲ کسان وژل شوي ول.

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی 'دن جونز' ومړ

د استرالیا د کرکټ پخوانی لوبغاړی دن جونز

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی باولر دن جونز د سېپټېمبر پر ۲۴مه کې د زړه له حملې د ۵۹ کلونو په عمر ومړ.

جونز د هند کرکټ د غوره لیګ د مبصر یا کمینټېټر په توګه ممبي ته تللی و. ده د استرالیا لپاره په ۵۲ ټیسټ لوبو او ۱۶۴ یو ورځینیو مسابقو کې برخه اخیستې وه.

د جونز په مړینه د کرکټ نړیوالې شورا او د بېلابېلو هیوادونو کرکټ بورډونو خواشیني څرګنده کړې ده.

ایراني پهلوان ته د مرګ سزا ورکونکي قاضي باندې امریکا بندیزونه لګولي

افکاري روانه میاشت د قتل په جرم په دار وځړول شو.

امریکا پر یوه ایراني قاضي د نوید افکاري په نوم پهلوان ته د مرګ سزا اورولو په قضیه کې د ښکېلتیا په تور بندیزونه لګولي دي.

افکاري روانه میاشت د قتل په جرم په دار وځړول شو.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو تېر مازیګر په یوه بیان کې پر قاضي سید محمود سعادتي رسماً بندیزونه اعلان کړل.

په بیان کې راغلي چې له رپورټونو سره سم، سعادتي او د شیراز د انقلابي عدالت لومړۍ څانګه د افکاري په قضیه کې ښکېل ول.

پامپېو د افکاري پانسي د نه منلو وړ اقدام وباله او ویې ویل چې مقدمه په بیړه پر مخ بیول شوې او منصفانه نه وه.

پامپېو وايي، ایرانی رژیم اکثر تر ټولو ځلانده او هیله بښونکي ایرانیان په نښه کوي.
پامپېو وايي، ایرانی رژیم اکثر تر ټولو ځلانده او هیله بښونکي ایرانیان په نښه کوي.

د پامپېو په وینا، ایرانی رژیم اکثر "تر ټولو ځلانده او هیله بښونکي ایرانیان په نښه کوي، ګرفتاروي او وژني یې."

پر ۲۷ کلن افکاري په ۲۰۱۸ز کال کې د حکومت ضد مظاهرو پر مهال، په چاړه د یوه امنیتي ساتونکي د وژنې تور وو.

د سېپټېمبر پر ۱۲مه د هغه پر دار ځړونې نړیوال احتجاج وپاراوه او امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ یې غندنه وکړه.

پامپېو د ایران د انقلابي عدالتي نظام پر یوه بل قاضي محمد سلطاني، د شیراز د انقلابي عدالت لومړۍ څانګې او د عادل اباد، اورومیې او وکیل اباد پر زندانونو هم بندیزونه اعلان کړل او هغه یې د بشري حقونو د سختو سرغړونو ذمه وار وبلل.

له بندیزونو سره سم، په امریکا کې د دې کسانو او ادارو شتمنۍ کنګلېږي او امریکايي وګړي ورسره راکړه، ورکړه نه شي کولای.

الېکساندر لوکاشېنکا د بېلاروس د ولسمشر په توګه نه منو: اروپايي ټولنه

الېکساندر لوکاشېنکا له ۱۹۹۴ز کال راهیسې واکمن دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو تګلارې مشر یو ځل بیا د ټولنې دا دریځ تکرار کړ چې الېکساندر لوکاشېنکا د بېلاروس ولسمشر په توګه نه مني.

جوزېپ بورېل دا خبره تر هغې یوه ورځ وروسته کړې چې د سېپټېمبر پر ۲۳مه په ناڅاپي ډول لوکاشېنکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه چې پرضد یې په ټول هېواد کې مظاهرې وشوې.

په بېلاروس کې د اګست پر نهمه له ولسمشریزو انتخاباتو راهیسې احتجاجونه روان دي چې پکې د درغلۍ د دعوو باوجود لوکاشېنکا د شپږم ځل واکمنۍ لپاره بریالی وبلل شو.

نوموړی له ۱۹۹۴ز کال راهیسې واکمن دی.

تر انتخاباتو وروسته د ظالمانه چاپو پر مهال زرګونه کسان ګرفتار شوي، پولیسو سلګونه کسان وهلي او د اپوزیشن مشران یا نیول شوي او یا له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

د سېپټېمبر پر ۲۳مه هم د لوکاشېنکا د لوړې مراسمو لپاره پولیس سرتېرو په زور مرکزي لارې او کوڅې وتړلې.

نوموړی د ۸۰ فیصده رایو ګټلو دعوه کوي او د سوګند په غونډه کې یې د خوښې یو شمېر بېلاروسي چارواکي موجود ول.

بورېل وايي، چې برسلز له مېنسک سره خپلو اړیکو ته بیا کتنه کوي.
بورېل وايي، چې برسلز له مېنسک سره خپلو اړیکو ته بیا کتنه کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو تګلارې مشر جوزېپ بورېل د سېپټېمبر په یوه بیان کې وویل، لوکاشېنکا ته د واک سپارل "د بېلاروس د ابادۍ د زیاتره برخو له ارادې سره په ټکر کې دي چې یوازې په بېلاروس کې سیاسي کړکېچ لا ژورولای شي."

ده وویل، خلکو خپله اراده "له انتخاباتو راهیسې په ګڼو، بېسارو او سوله ییزو احتجاجونو کې څرګنده کړې."

بورېل زیاته کړه چې برسلز له مېنسک سره خپلو اړیکو ته بیا کتنه کوي.

په اوروزګان کې د نښتو له وجې ګڼ خلک بې کوره شوي

چارواکي وايي نښتې د اوروزګان په دوو ولسوالیو کې شوې دي

د افغانستان د اوروزګان چارواکي وايي، د ولایت پر ګیزاب ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د بریدونو له وجې شاوخوا ۱،۰۰۰ تنه کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

طالبانو په تېرو ورځو کې د اوروزګان په ګیزاب او دهراود ولسوالیو کې پراخې حملې کړي او له افغان ځواکونو سره یې نښتې شوي، چې پکې له رپورټونو سره سم، دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اوروزګان د والي ویاند زړګي عبادي د سېپټېمبر ۲۴مې شپې مهال مشال ته وویل چې په ګیزاب ولسوالۍ کې د جګړې له وجې شاوخوا ۱،۰۰۰ کسان دایکنډي ولایت او د اوروزګان مرکز په ګډون نورو ځایونو ته تللي دي.

دی وايي، سلګونه نور کسان په دهراود کې خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

عبادي زیاتوي چې د افغان ملي اردو کمانډو ځواک سرتېري وربلل شوي چې سیمه له وسله والو طالبانو پاکه کړي.

خلیلزاد: ایران افغانستان کې امریکا ته د ګوزار ورکولو هڅه کوي

خلیلزاد وویل ایرانیانو ته یې د افغانستان راتلونکې په اړه په غونډو کې د ګډون بلنه ورکړې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغانستان د جګړې د پای ته د رسولو لپاره به له ایران سره د خبرو هرکلی وکړي خو په وینا یې، تهران په دې جګړه کې خپل دښمن "امریکا" ته د ګوزار ورکولو هڅې کوي.

نوموړي د سېپټېمبر ۲۴مې پر مازیګر د امریکا د سولې په انسټېټیوټ کې یوه انلاین بحث ته وویل، ایران غواړي چې تر هغو چې له واشنګټن سره موافقې ته رسېږي، امریکا د افغانستان په جګړه کې په داسې حال کې ښکېله پاتې شي چې نه بری ومومي او نه ماته وکړي.

ده وویل، ایرانیانو ته یې د افغانستان راتلونکې په اړه په غونډو کې د ګډون بلنه ورکړې.

خلیلزاد دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د سېپټېمبر پر ۲۴مه هم د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې وشوې.

هلته په قطر کې افغان حکومتي پلاوي د سېپټېمبر له ۱۲مې راهیسې له طالبانو سره د سولې د رسمي مذاکراتو پیلولو د طرزالعمل ټاکلو لپاره بحث ته دوام ورکړی.

اعلا وزیر محمود خان په مومندو کې د دوو سړکونو او یوه روغتون پرانسته وکړه

وزیر اعلا محمود خان وویل چې حکومت به یې د قبایلي ضلعو د ولس لپاره د پرمختګ منصوبې راوړي.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان په مومندو کې د دوو سړکونو او د یوه روغتون پرانسته کړې.

دغه دواړه سړکونه ۱۰۴ کلومیټره اوږدوالی به لري په دوه اربه روپو جوړېږي.

وزیر اعلا محمود خان وویل چې حکومت به یې د قبایلي ضلعو د ولس لپاره د پرمختګ منصوبې راوړي.

د مومندو ولس بیا تر اوسنیو اعلانونو زیات دې ته په تمه دي چې حکومت دې په پخوانو اعلانونو عمل وکړی او ۳ او ۴ جي موبایل نېټورک دې ورته بحال کړي او د ګورسل لار دې تر پخواني اعلان لاندې خلاصه کړي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

له ایران سره د مقابلې لپاره د ملګرو ملتونو کلک دریځ ته اړتیا ده: سلمان بن عبدالعزیز

هغه د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د خبرو پیلېدو لپاره د امریکا هڅو ملاتړ وکړ او د لبنان د حزب‌الله ډلې د بې ‌وسلې کېدو غوښتنه ‌یې وکړه.

د سعودي عرب پاچا د ایران مخنیوي لپاره د یوه جامع حل غوښتنه کړې او پر نړیوالو یې غږ وکړي، پرېنږدي چې تهران د ډله ییزې وژنې وسلې تر لاسه کړي.

سلمان بن عبدالعزیز دغه خبرې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د دوهمې ورځې په یوه ثبت شوې ویډیويي وینا کې وکړه.

نوموړي وویل، یوې هر اړخیزې حل‌ لارې او د ملګرو ملتونو کلک دریځ ته اړتیا ده چې له ایران سره مقابله وشي.

هغه وویل، د سعودي تجربې ښودلې چې جزیي حل‌لارې او قناعت د هغه ګواښ مخه نه ‌ده نیولې چې ایران نړیوالې سولې او امنیت ته متوجې کړی.

هغه د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د خبرو پیلېدو لپاره د امریکا هڅو ملاتړ وکړ او د لبنان د حزب‌الله ډلې د بې ‌وسلې کېدو غوښتنه ‌یې وکړه.

تر دې یوه ورځ مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني دغې اسمبلۍ ته په وینا کې وویل چې امریکا نه پر ایران خبرې تحمیلولای شي او نه هم پرې جګړه.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG