د لاسرسي ځای

تازه خبر

روحاني وايي، سعودي د منځني ختیځ ستونزو پړه پر تهران اچوي


د ایران ولسمشر حسن روحاني پر سعودي عربستان تور پورې کړی دی چې په هیواد دننه او بهر کې له خپلو ناکامیو څخه د پام اړولو لپاره د منځني ختیځ د ستونزو پړه پر تهران اچوي.

ولسمشر حسن روحاني سرکاري تلویزون ته وویل سعودي له ایران سره د دښمنۍ له لارې غواړي ((دوه)) ستونزې حل کړي لومړی دا چې غواړي په سیمه ايزه توګه خپله ناکامې پټه کړي او دوهم دا چې په کور دننه له ستونزو پام واړوي.

ایراني ولسمشر وویل سعودي په قطر، عراق، شام او بیا په دې وروستیو کې په لبنان کې له ناکامۍ سره مخامخ شوی دی نو ځکه هڅه کوي چې خپله ماته پټه کړي.

سعودي عربستان او د خلیج عربي هیوادونو په دې ورستیو کې ایران تورن کړی دی چې دا هېواد په یمن، شام، لبنان او نورو سیمو کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او شخړې جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG