د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د خوښې واده پر سر د سزا ورکولو اختیار هېڅوک نه لري"


په روانه میاشت کې په کراچۍ او سوات کې د غیرت په نوم په دوو مختلفو پېښو کې څلور کسان ووژل شول، د بشري حقونو لپاره کارکونکې غیر سرکاري ادارې وایي په پاکستان خاص کر قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې زیاتره ناموسي وژنې د خوښې د واده کولو پر سر کیږي.

د سوات د ښځو د حقونو یوه غیر سرکاري اداره اوېکننګ وایي د نومبر په ۲۶ په کالام کې د خوښې د واده پر سر کورنۍ یوهلک او یوه یوه نجلۍ ووژل.د دغه ادارې یو مشر عرفان حسین په دې اړه وایي ((کورنیو دغه دواړه د بیا واده کولو په بهانه راوغوښتل، او ورته یي وویل چې واپس راشي نو رسمي واده به یې وکړي خو بیا یې ووژل))

په کراچۍ کې د وژل شوي سړي او ښځې خپلوان پولیسو نیولې دي
په کراچۍ کې د وژل شوي سړي او ښځې خپلوان پولیسو نیولې دي

بلخوا د کراچۍ پولیسو ترمخه د نومبر په ۲۴مه د ښار په مومن اباد کې د خوښې د واده په سر یو هلک او یوه نجلۍ د جرګې په فیصله وژل شوي دي، چې وروستو یې مړي له قبرستانه را وویستل شول،او د پوسټ مارټم رپوټ لپاره ولیږل شول.

د چا د مرګ او ژواک فیصلې الله او د هغه رسول جرګو ته نه دي ورکړي

دا چې مذهب اسلام د داسې وژنو او د یوې جرګې لا لارې د داسې فیصلو په اړه څه وایي ،د جمیعت علما اسلام د قامي اسمبلۍ غړی قاري محمد یوسف وایي په اسلام او شریعت کې داسې جرګې هیڅ ځای نه لري ((د چا د مرګ او ژواک فیصلې الله او د هغه رسول جرګو ته نه دي ورکړي، دا کار یې حکومت ته ورکړی دې، دا فیصله کول د جرګو او عامو خلکو کار نه دی،دا د جاهلیت د وخت رسمونه دي،د چا د مرګ فیصله کولالله او د هغه رسول قاضياو د باشاه نه علاوه بل چاته ته نه ده ورکړې،عام خلک دا اختیار نه لري، په شریعت کې د دې هیڅ ځای نیشته)

مذهب د خوښې د واده اختیار هلک او جینۍ دواړو ته ورکړی دې

د کراچۍ نه یو دیني عالم ډاکټر قاسم محمود وایي په شریعت کې هر بالغه سړي او ښځې ته د خوښې د واده اجازت ورکړای شوی دی، ((د خوښې د واده پر سر سزا ورکولو اختیار څوک نه لري، نه د ملکي قانون له مخې او نه د شریعت لخوا. بلکې مذهب د خوښې د واده اختیار هلک او جینۍ دواړو ته ورکړی دې))

د اویکننګ ادارې د شمېرو ترمخه یوازې په سوات کې په روان کال کې تر اوسه۴۶ کسان چې زیاته شمېره یي د ښځو ده، د غیرت او پت په نوموژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG