د لاسرسي ځای

تازه خبر

باړه کې خبریال خلیل اپرېدی خوشې کړل شو


د پېښور پرېس کلب او د خېبر اېجنسۍ خبریالانو یوه پلاوي نن د سېشنبې مازیګر په باړه کې د ایف سي ځواک له چارواکو سره ولیدل او نیول شوې خبریال خلیل اپرېدی یې خوشې کړ خو د لواړګي پریس کلب ملازم حسن علي شینواری لاهم له بندي دی.

خبریال خلیل اپریدی د نومبر په ۲۴ نېټه له نورو څلورو خبریالانو سره هغه مهال د ایف سي ځواک چارواکو ونیول چې کله دوی په لواړګي کې د پخوانیو ګاډو د ځغاستې خبري پوښښ کاوه.

په هغه ورځ د خلیل اپرېدي تر ګاډي لاندې یو ریموټ کنټرول بم موندل شوی وو چې بیا وروسته د بم شنډولو ډلې پوچ کړ.

د لواړګي د خبریالانو د نیولو او هغوی ته روواني کړاو ورکولو پرضد د دوشبنې پر ورځ د پېښور پرېس کلب مخې ته خبریالانو مظاهره هم کړې وه او دوی ویلي ول چې پر خلیل اپرېدي او پر ملګرو یې سخت تشدد هم شوی دی.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG