د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سېنېټ مشر رضا رباني د پوځ پر ثالثۍ نیوکې کړې


د سېنېټ چیېرمېن رضا رباني ویلي چې پارلېمان به هېڅوک هم دې ته پرېنږدي چې د هېواد جمهوري نظام ته زیان ورسوي.

د پاکستان سېنېټ چیېرمېن رضا رباني ویلي چې پارلېمان به هېڅوک هم دې ته پرېنږدي چې د هېواد جمهوري نظام ته زیان ورسوي.

د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه کې د مذهبي ډلې تحریک لبیک یا رسول الله پر پرلت یا احتجاجي ناسته بحث وشو.

پر دې مهال د سېنېټ چیېرمېن رضا رباني وویل د ګوتو په شمېر مظاهره چیانو ته غوښتنو ته د حکومت غاړه کېښودل د ریاست لپاره نېغ ګواښ یا خطر دی. هغه وویل، "داسې دود یې کله هم نه وو لیدلی، او دا نن چې څه وینو دا جمهوري طبقې، تاند جمهوریت او ان ریاست ته لوی خطر دی.

نوموړي وویل، تر حکومتي فیصلو بره د پوځ رول چې په لیکلي جوړجاړي یې احتجاج پای ته ورسولو، دا د لوی ګورم او اندېښې ځای دی او د سیاست، جمهوریت او ریاست ته څرګند ګواښ دی. نوموړي وویل اوس یې وخت دی چې ټول سیاستوال، دانشوران او ټولې ښکېلېغاړې خپلو کې جرګه شي، او په هېواد کې د راټوکېدونکیو خطرناکو رجحاناتو نابودلو لپاره دې یوه قامي بیانیه رامنځته کړي. "

رضا رباني په فیض اباد روډ له ناستو احتجاجیانو سره د حکومت پر معاهدې اندېښنه وښودله او و یې ویل چې ولې حکومت، پوځ وروغوښت او جوړجاړي ته اړ شو.

هغه د کورنیو چارو لپاره د مملکت وزیر طلال چودري څخه وپوښتل چې د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال په پنځلس منټو کې عدالت ته وړاندې کېدلی شي نو پارلېمان ته ولې نه شې راتللی.

خو د طلال چودري وینا وه چې د دې پوښتنې د ځوابولو لپاره دې حکومت ته دې یوه ورځ ورکړل شي.

'پاکستان کې تر منتخیب حکومت پوځ زورور دی'

د سېنېټ د کاروایۍ پروخت د سېنېټرانو لخوا دا غوښتنه وشوه چې حکومت دې ټول حقایق پارلېمان ته وړاندې کړي او په هېواد کې دې دې د ټولو پرلتونو (دهرنو) پلټنې وشي.

د پیپلزګوند سېنېټر تاج حېدر وایي حکومت باید پر دې مسله پارلېمان خبر کړی وی.

"یو فورم شته چې هغه جمهوري او نماینده فورم دی نو د دې له لارې حکومت یو رپورټ ورکول پکار وو. وزیراعظم سعودي عرب ته ولاړ. داخله وزیر بل چېرته دی او که د داخله چارو وزیر مملکت راځي نو له هغه سره د ویلو لپاره هېڅ نه وي. حکومت له پارلېمان ته ویل پکارو چې څه وشو او څه نه او چې کوم سوالونه اوچتېږي چې د هغې ځواب ورکړي. سوالونه ډېر اوچت شو چې هغه تاسو وکتل."

سېنېټر عثمان کاکړ مشال راډیو ته وویل چې حکومت له د پارلېمان ګډې غونډې ته د احتجاجی ناستې یا دهرنې تفصیل ورکول پکار دی. هغه وویل د دهرنا ورکونکیو دوو زرو کسانو هېڅ حیثیت نه وو.

"دا ډېر زیاتی وشو او داسي ښکاري چې تر یوه خاص پلان لاندې شوې وي. باید چې د پارلېمان ګوندونه او ولس د دې نوټس واخلي. دا یوه ډېره مهمه مسله ده او په دې ګډه پارلېماني غونډه پکار ده.''

مشال راډیو په دې بابله له حکومتي چارواکیو سره د رابطوهڅه وکړه خو چارواکیو د مصروفیاتو له وجې خبرې ونکړای شوې.

خو له یوې نړیوالې مطبوعاتي ادارې سره په خبرو کې د داخله امورو وزیرمملکت طلال چودري ویلي چې یو پوځي افسر له د حکومت او تحریک لبېک یا رسول الله ترمنځ د معاهدې برخه جوړېدل نه وو پکار.

د نوموړي په وینا چې په سیاسي معاملو کې کله ټیټېدل وي او کله خبره کول وی نو پر داسې د وردۍ اچونکیو په موجودګۍ کې د ادارو په غېرجانبدارۍ خبرې کېږي او د هغې د لانجمنولو تاثر هم مخې ته راځي.

د مذهبي ډلې تحریک لبېک یا رسول الله یویشت ورځې په فیض اباد روډ پرلت ورکړی وه چې تېره ورځ د پوځ په ثالثۍ له حکومت سره د یوې معاهدې کولو پس پای ته ورسېد.

په دې لړ کې د اسلام اباد های کورټ جسټس شوکت عزیز صدیقي د دهرنې کېس اورېدنې پرمهال ویلي دي چې پوځ دې خپل آییني کردار کې و اوسي او که د سیاست شوق لري نو ریټایرمنټ دې واخلې او سیاست دې شروع کړي.

XS
SM
MD
LG