د لاسرسي ځای

تازه خبر

"سپریم کورټ ویل ناسته ختمه کړئ، تاسو تړون وکړ"


اسلام اباد - د دوشنبې یا ګل پر سهار اسلام اباد های کورټ کې د پرلت کېس اورېدنې پر مهال د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال وویل چې د قومي مشرتابه په مشاروت د صورتحال ښه کولو لپاره حکومت له مظاهرچیانو سره لیکل شوې معاهده کړې.

د پلازمېنې اسلام اباد پر فیض اباد روډ پر احتجاج ناست د تحریک لبېک یا رسول الله مشر خادم حسېن رضوي په ټول پاکستان کې د حکومت پرضد د مظاهرو ختمولو اعلان کړی او خپلو کارکنانو ته یې غږ کړی چې خپلو خپلو سیمو ستانه شی.

د یاد تحریک د مزاکراتي کمېټۍ مشر ډاکټر شفیق امیري مشال راډیو ته وویل چې له حکومت سره یې دا خبره شوې وه چې تر دولس ګنټو پورې به موږ لاندې سړک خلاص کړو او بره به تر هغو ناست وي خپل نیولي کارکنان یې ورخوشېکړل شي او له هغوی سره یوځای ولاړ شي.

د دوشنبې ماسپښین وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د قانون وزیر زاهد حامد استعفا هم منظوره کړې ده.

نن سهار اسلام اباد های کورټ کې د پرلت کېس اورېدنې پر مهال د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال وویل چې د قومي مشرتابه په مشاروت د صورتحال ښه کولو لپاره حکومت له مظاهرچیانو سره لیکل شوې معاهده کړې.

په دې موقع د عدالت وینا وه چې دوی ته د احتجاجي ناستې ختمولو امر شوی وو نه د موافقې.

د اسلام اباد پر احتجاجي ناسته عملیات پیل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:32 0:00

بېګا شپه (اتوار) د قانون وفاقي وزیر زاهد حامد د استعفا تر اعلان پس د پاکستان پوځ د مشر په منځګړيتوب حکومت له تحریک لبېک یا رسول الله سره سهار وختي د احتجاجي ناستې ختمولو تړون وکړ.

د دې لوظنامې ترمخه چې د راجه ظفرالحق کمېټۍ رپورټ به په دېرش ورځو کې مخې ته راځي او په الېکشن اېکټ کې د ترمیم ذمه واروانو پرضد به کاروایي کېږي.

دې معاهده کې لیکل شوې چې د قانون وزیر زاهد حامد دې له خپلې څوکۍ څخه لیرې کړل شی او تحریک لبېک یا رسول الله به د هغه پرضد هېڅ قسمه فتوا نه جاري کوي.

د معاهدې ترمخه چې له شپږم نومبره پس د مذهبي سیاسي ګوند نیول شوي کسان دې پرېښودل شي او د هغوی پرضد دې مقدمې او نظربندیانې ختمې کړل شي.

په دې معاهده کې دا هم ویل شوي چې کوم سرکاري او غېرسرکاري املاکو ته نقصانونه اړول شوي دي هغه به وفاقي او صوبایي حکومت په خپل لګښت رغوي.

په معاهده کې راغلې چې دا معاهده د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د هغه استازې ډلې د خصوصي هڅو په ذریعه شوې او مننه ترې کېږي چې قوم یې له یوه لوی ناورینه وژغورولو.

په دې معاهده د داخله چارو زیر احسن اقبال، وفاقي داخله سیکټري ارشد مرزا، د تحریک لبېک یا رسول الله مشر خادم حسېن رضوي او د مېجر جنرل فېض حمید لاس لیک موجود دي.

د تحریک لبېک یا رسول الله د پرلت یا دهرنې د غړیو له وړومبۍ ورځې دا غوښتنه وه چې د قانون وزیر زاهد حامد دې له خپلې عهدې څخه لیرې کړل شي.

پر دوشنبه یا ګل د اسلام اباد تعلیمي ادارو پشمول د پنجاب او سیند صوبې تعلیمي ادارې هم تړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG