د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحريک لبيک پرضد عمليات او د پاکستان د سياسي ګوندونو غبرګونونه


پراګ ـ په اسلام اباد کې دتحريک لبيک يارسول الله احتجاجي ناستې تر شل ورځو پورې دوام وکړ خو په دې موده کې د پاکستان د زياتره سياسي ګوندونو دريځ هغسې سخت نه وو لکه چې د حکومت عملياتو وروسته دی.

تحريک انصاف ويلي چې حکومت بايد د خبرو اترو لاره غوره کړې وای.

په قامي اسمبلۍ کې ددې ګوند غړي شهريارخان اپريدي د يکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې د شنبې په ورځ د حکومتي عملياتو په نتيجه کې مالي او ځاني تاوانونه ورسېدل نو ځکه ضروري ده چې تحريک لبيک سره خبرې اترې شوې وای.

د تحريک لبيک تر شا پټ لاسونه دي چې نه غواړي په پاکستان کې منتخب جمهوري حکومت پاته شي. قهار ودان

هم دغسې د اپوزيشن بل ګوند جماعت اسلامي هم پر حکومتی اقدام نيوکه کوي.

ددې پارټۍ يو مشر پروفيسر ابراهيم د يکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل، حکومت ته پکار وه چې اپوزيشن ګوندونو او پوځ يې په اعتماد کې اخيستي وای.

خو د واکمن مسلم ليګ ن اتحادي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړي قهار ودان بيا مشال راډیو ته وويل چې د تحريک لبيک تر شا پټ لاسونه دي چې نه غواړي په پاکستان کې منتخب جمهوري حکومت پاته شي.

دده په وينا، حکومت اپوزيشن ګوندونو ته وويل چې لاړ شئ او د خبرو اترو د لارې دا احتجاج ختم کړئ خو هغوی داسې و نکړل.

د قهار ودان په وينا، په داسې حالاتو کې له حکومت سره د عملياتو کولو پرته بلاه لار نه وه پاته شوې.

پکار وه چې حکومت اپوزيشن ګوندونه او پوځ په اعتماد کې اخيستي وای. پروفيسر ابراهيم

د تحريک لبيک د ناستې له وجې د اسلام اباد او پنډۍ ترمنځ لاره تقريبا تړل شوې وه او سپريم کورټ او اسلام اباد های کورټ حکومت ته وخت ورکړ چې په سولييزه توګه احتجاج ختم کړي.

کله چې حکومت د عدالت په ورکړل شوې موده کې احتجاج ختم نکړای شو نو اسلام اباد های کورټ د کورنيو چارو وزير احسن اقبال ته د عدالتي حکم نه پر ځای کولو په سر د عدالت سپکاوي نوټس ورکړ.

د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي جنرل سيکريټري ميا افتخار حسين وايي د عدالت حکم، حکومت له امتحان سره مخامخ کړی وو.

دده په وينا که حکومت د عدالت په حکم عمل نه وای کړی نو د عدالت له سزا سره مخامخ کېدای شو او که يې وکړي نو د خلکو له خپګان سره مخامخ کېدای شو.

د تحريک لبيک يارسوال الله پرضد عمليات د يکشنبې په ورځ وشو.
د تحريک لبيک يارسوال الله پرضد عمليات د يکشنبې په ورځ وشو.

کله چې په لومړي ځل په انتخابي قانون کې ختم نبوت په اړه په لفظونو کې د بدلون لانجه راپورته شوه نو هغه وخت د حکومت اتحادي ګوند جميعت علما اسلام فضل الرحمن ډلې احتجاج وکړ.

ددې ګوند سنېټر حافظ حمدالله وايي بايد حکومت د طاقت استعمال نه وای کړی.

نوموړي زياته کړه، اوس چې د حکومتي اقدام په نتيجه کې په ټول هېواد کې کړکېچ رامنځ ته شوی دی نو بايد ټول سياسي ګوندونه دا يوه ملي مسئله و ګڼي او په ګډه يې حل را وباسي.

دده په وينا، له بده مرغه ټول ځواکونه يو بل ته په مورچل کې ناست دي او هڅه کوي چې حکومت او عدالت کمزوی و ښيې.

د واکمن مسلم ليګ ن يو مشر او د خېبر پښتونخوا پخوانی اعلی وزير پیر صابر شاه مشال راډیو ته وويل، حکومت ته پکار وو چې د تحريک لبيک دهرنا يې هغه وخت جدي اخيستې وای کله چې هغو احتجاج پيل کړ خو البته د شنبې په ورځ چې يې کوم اقدام وکړ له هغه پرته ورسره بله لاره نه وه.

له بده مرغه د پاکستان سياسي ګوندونه او نور قوتونه يو بل ته په مورچل کې ناست دي او هڅه کوي چې حکومت او عدالت کمزوی و ښيې. حافظ حمدالله

دده په وينا چې حکومت نه غوښتل چې د لاهور د ماډل ټاون په شان پېښه بيا وشي.

په ۲۰۱۴ م ز کال کې د پنجاب پوليسو د پاکستان عوامي تحريک د دهرنې ختمولو لپاره عمليات کړي وو چې پکې ددې ګوند څوارلس غړي وژل شوي وو.

د پير صابر شاه په وينا د ماډل ټاون تر پېښې وروسته سياسي ګټه پاکستان عوامي تحريک ته رسېدلې وه نو ځکه حکومت نه غوښت چې سخت اقدام وکړي.

اپوزيشن ګوند پيپلز پارټۍ که څه هم د تحريک لبيک پرضد د حکومتي اقدام په اړه څه رسمي دريځ نه دی ورکړی خو پر ټويټر پاڼه فعاله ددې ګوند ځينو مشرانو ليکلي چې بايد حکومت پر ټی وي چينلونو او ټولينزه ميډیا د بنديز لګولو پر ځای خپل ټول پام د حکومتي عملدارۍ پر بحالولو ورکړی وای.

تحريک لبيک يارسول الله غوښتنه کوي چې په انتخابي قانون ۲۰۱۷ م کې د ختم نبوت په اړه لفظونو کې د بدلون په لړ کې دې د قانون وزير زاهد حامد استعفا ورکړي.

خو حکومت وايي، چې دا يوه دفتري غلطي وه چې اوس سمه کړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG