د کوټې سول روغتون ویاند وسیم بیګ مشال راډیو ته پخلی وکړ چې تر اوسه څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۲ نور ټپیان دي چې د ځینو پکې روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د کوټې د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه د پېښې په ځای کې خبریالانو ته ویلي چې که څه هم دوی تر اوسه د برید د څرنګوالي په اړه څه نشي ویلای خو دا یو ځانمرګی برید ښکاري.
عبدالرزاق چیمهوویل چې بمي برید د ملېشه ځواک - فرنیټیر کنسټبلري - د یو چارواکي پر موټر شوی دی.
د دوی په وینا ، د شنبې په ورځ د شوي دې برید په نتیجه کې پر لاره روانو نورو موټرو ته هم زیان رسېدلی دی.
د پولیسو چارواکي زیاتوي چې په پېښه کې په نښه شوي زیاتره عادي وګړي دي او په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی.
د دوی په وینا ، تر برید وروسته نژدې بازارونه تړل شوي او د سریاب پر سړک د موټرو تګ را تګ درېدلی.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي هم د څلور کسانو د وژل کېدو پخلی کړی او دا یې د ترهګرۍ یو داسې برید بللی چې د ده په وینا ، هدف یې په ښاریانو کې وېره خورول دي.
سرفراز بګټي وايي ،د پېښې په اړه پلټنې او له ښاره پر وتونکو لارو د مشکوکو کسانو تلاشۍ هم پیل شوې دي.
سریاب د کوټې ښار هغه سیمه ده چې زیاتره پکې بلوڅان ژوند کوي. په دې سیمه کې وخت نا وخته د پاکستان پر امنیتي ځواکونو داسې بریدونه شوي چې زیاتره مرګ ژوبله یې اړولې ده.
تحریک طالبان پاکستان د دې برید زمه واري منلې ده.