د لاسرسي ځای

تازه خبر

سختدريځي څه ته وايي؟


د ((ټولنه او سختدريځي)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست

په پاکستان او سيمه کې له اوږدې مودې راهيسې د ترهګرۍ، تشدد او سختدريځۍ يا تندلاريتوب څپو ناارامۍ او شخړو ته لاره هواره کړې ده. په دا تېرو څو کلونو کې د سختدريځۍ مفکورې د تشدد بڼه خپله کړې چې په پايله کې يې په زرګونه کسان په بېلا بېلو نومونو وژل شوي دي. د مشال راډيو په اوونيزه خپرونه ((ټولنه او سختدريځي)) کې د تندلاريتوب پر ريښو او لاملونو او پر ټولنې د دې پديدې پر اغېز بحث شوی دی. د اوونيزو خپرونو د دې لړۍ په لومړۍ کړۍ کې د سختدريځۍ پر تعريف بحث شوی دی چې څه ته وايي او د دې څو ډولونه دي؟

دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

سختدريځي څه ته وايي؟
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:13 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG