د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام جګړې ختمولو لپاره د ترکیې، روسیې او ایران هوکړه


روسیه، ایران او ترکیه په شام کې د شپږ کلنۍ کورنۍ جګړې پای ته د رسولو لپاره د شامي حکومت او مخالفو ډلو تر منځ د یو کانګرس په جوړولو رضا شوي دي.

دا خبره د چارشنبې پر ورځ د روسیې ولسمشر ولاد میر پوټین په سوچي کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان او د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره د درې اړخیزه مذاکراتو په پای کې کړې ده.

پوټین د شریک بیان اورولو پر وخت زیاته کړه، د ایران او ترکیې ولسمشرانو د شام په اړه د قامي کانګرس د تجویز ملګرتیا کړی ده او دوی هڅه کوي چې په مناسب وخت دغه مهمه غونډه راجوړه کړي.

نوموړي وویل د روسیې په ښار سوچي کې کیدونکې په دې کانګرس کې به د شامي ټولنې د استازیو ګډون یقیني کوي.

په دغه اړه ډپلوماټانو , امنیتي او دفاعي چارواکیو ته ویل شوي چې د کانګرس د نیټې او جوړښت په اړه کار پر مخ بوځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG