د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حافظ سعيد نظربندي نن ختمېږي


لاهور های کورټ د چارشنبې په ورځ د جماعت الدعوه د مشر حافظسعيد د خوشېکولو امر کړی دی چې سږ کال له جنورۍ راهسې په کور دننه نظربنده کړل شوی وو.

د لاهور های کورټ د بيا کتنې درې کسيزه جرګګۍ د پنجاب حکومت هغه درخواست رد کړی چې پکې د هغه د نظربندۍ مودې غځولو خواست شوی وو.

د چارشنبې په ورځ د جسټس عبدالسميع خان په مشرۍ درې کسيزه د بيا کتنې جرګګۍ د حافظ سعيد د نظربندۍ مودې غځولو درخواست رد کړو اوس امکان دی چې هغه نن د پنجشنبې په ورځ له کوره خوشېکړل شي.

د حافظ سعيد وکيل ای کی ډوګر بېلا بېلو مطبوعاتو ته ويلي چې حکومت ته ويل شوي وو چې ثبوتونه ورکړي خو مرکزي او صوبايي حکومتونو چې کوم اسناد د ثبوتونو په حېث وړاندې کړل هغه د نظربند ساتلو لپاره پوره نه وو.

حکومتي وکيل ستارساحل د چارشنبې په ورځ رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې امکاان دی د لاهور های کورټد پرېکړې وروستو د نومبر پر ۲۳مه يعنې پنجشنبه حافظ سعيد خوشې کړل شي.

د ذکر ده چې د هند له خوا پر حافظ سعيد تور لګول کېږي چې د ۲۰۰۸م د ممبۍ حملو کې ککړتيا لري خو دوي دا تورونه ردوي.

په ممبۍ ښار کې شوي دې بريدونو کې لږ تر لږه ۱۶۶ کسان وژل شوي وو چې پکې شپږ امريکايي وګړي هم شامل وو.

امريکې هم پر حافظ سعيد د ممبۍ حملو تور لګولی وو او د هغه د سر قيمت يې يو کروړ ډالر ټاکلی وو.

د حافظ سعيد په خوشې کولو سره به د پاکستان د نورو هيوادونو سره په اړيکو کوم اغيز پرېوځي يا نه؟

په دې اړه د سياسي او بهرنيو چارو کارپوه حسن عسکري وايي چې د دې پرېکړې له کبله به په نړيوال کچ پر پاکستان تنقيد ضرور وي خو دا معامله د پاکستان دننه د قانون پورې تړاو لري،نو په داسې حال کې به نيوکې وي خو د بهر ملکونو او په خصوصي توګه د پاکستان او امريکې په اړيکو به کوم خاص اغېز نه پرېوځي.

د حسن عسکري په وينا چې تنقيد به امريکا پر دې معامله کوي خو د امريکې چې د پاکستان سره کومې اړيکې دي هغه د افغانستان سره تړاو لري.

" امريکا غواړي چې پاکستان د امريکې لومړيتوب په پام کې وساتي او د افغانستان پاليسي جوړه کړي، پر دې هر څه د دواړو ترمنځ څه نه څه اختلاف شته نو په داسې حال کې که د پاکستان او امريکا ترمنځ تعلقاتو کې کومه مسله رامنځ ته کېږي د هغې تعلق به د افغانستان سره وي."

هم دا راز د دفاعي چارو کارپوه بريګيډير (ر) اسدمنير وايي چې عدالت ثبوت غوښتلی وو خو نېغ په نېغه د ممبۍ حملو په پېښه کې د ده د ککړتيا کوم ثبوتونه نشته. هغه د لشکرطيبه مشر وو خو بيا هم د ممبۍ بريد کې د ده ککړتيا هېڅ يو ځای کې نه ثابتېږي او که امريکې هم د هغه پر سر د انعام پېسې کېښودي نو هغه د هند د تورونو له کبله کېښودل شوي دي.

د بريګيډير (ر) اسد منير په وينا چي ملګرو ملتونو که هغه ترهه ګر نومولی نو دا دی او هم داسې به وي. خوا دا هم ده چې د امريکا يواځې پر دې وجه په حافظ سعيد بندېزونه لګولي چې هغوي د ټولو وسله والو ډلو پر مشرانو دا بندېزونه لګول نو په دغه کې حافظ سعيد هم شامل کړل شوی وو.

د ذکر ده چې د جماعت الدعوه مشر روان کال د جنورۍ پر ۳۱مه اېم پي او قانون د سېوري لاندې د ۹۰ ورځو لپاره په کور دننه نظربند کړل شوی وو او بيا د هغه موده د حکومت په خواست بيا بيا غځول کېدله.

XS
SM
MD
LG