د لاسرسي ځای

تازه خبر

'' بوسنیايی سرب قصاب'' په عمری بند سزا


د ملګرو ملتونو قضايي جرګګۍ (عدالت) د چارشنبې ورځ پخوانی بوسنیايی سرب پوځي کمانډر راتکو ملادیچ په ټول عمر بندي کړ. نوموړی د جنګي جرمونو د انسانیت پرضد جنایتونو چې پکې په بوسنیا کې د ۱۹۹۲ – ۱۹۹۵مو کلونو جګړه کې ټولوژنه هم راځي ګرم وګرځول شو. هغه له یولسو تورونو په لسو کې مجرم ثابت شوی دی.

په هاګ کې د عدالتي کاروايۍ پرمهال ملادیچ غوسه شو او وروسته یې جج د اېستلو امر وکړ.

راتکو ملادیچ په ۱۹۹۰ میلادي کال کې چې په پخوانۍ یوګوسلاویا کې کورنۍ جګړه پیل شوه، د هغه د دښمنانو له لوري د "بوسنیا قصاب" بلل کېده.

ملادیچ د ۱۹۹۵ میلادي کال په جولای میاشت کې په سرېبرينيڅا کې د لږ تر لږه ۸۰۰۰ بوسنیايي سړیو په ډله‌ییزه وژنه تورن دی.

ملادیچ په سرېبرينيڅا کې د لږ تر لږه ۸۰۰۰ بوسنیايي سړیو په وژنه تورن دی.
ملادیچ په سرېبرينيڅا کې د لږ تر لږه ۸۰۰۰ بوسنیايي سړیو په وژنه تورن دی.

په سرېبرينيڅا​ کې ټولوژنه په اروپا کې د یهودانو تر ټولوژنې (هالوکاسټ) وروسته تر ټولو ستر بشري ضد جنایت بلل شوی دی.

د دوهمې نړیوالې جګړې پای ته تر رسېدو وروسته د جرمني د نازي رهبرانو د محاکمې لپاره د نورمبرګ محکمې تر جوړېدو وروسته، اول وار وو چې ملګرو ملتونو په بوسنیا کې د جنګي جنایتونو لپاره ځانګړی عدالت جوړ کړ.

په پخوانۍ یوګوسلاویا کې د کورنۍ جګړې پر مهال د شویو جنګي جرمونو د څېړنې لپاره نړیواله محکمه په ۱۹۹۳ میلادي کال کې جوړه شوه.

د کورنۍ جګړې پر مهال په هغې سیمه کې د ملګرو ملتونو له لوري سوله‌ساتي هالنډي ځواکونه پراته وو.

څارنوالان وايي، د رادکو ملادیچ عسکرو په سرېبرينيڅا کې د ملګرو ملتونو سوله‌ساتي ځواکونه شاته کړي ول، ښځې، نجونې او سپین ږیري یې په موټرو کې د بوسنیا پر لور استولي ول او ځوان نارینه‌ یې د ډله‌ییزې وژنې لپاره جلا کړي وو.

سربرنیتسا کې د سړیو وژنه د صربي ځواکونو له لوري "قتل عام" و.

د ملادیچ عسکرو ټول نارینه چې له خپلو کورنیو یې جلا کړي وو، له شا ویشتي او بیا یې په ډله‌ییزو قبرونو کې ښخ کړي وو.

د ۶۹۰۰ وژل شویو هډوکي یا هم مړي د «ډي، اېن، اې» معاینو پر اساس پېژندل شوي، خو د سلګونه کسانو مړي لا هم نه‌ دي موندل شوي.

د ملګرو ملتونو نړیوالې جنايي محکمې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې حکم وکړ چې په سرېبرينيڅا کې د سړیو وژنه د سربي ځواکونو له لوري "ټولوژنه" وه.

​پر سرېبرينيڅا څه تېر شول؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:54 0:00

څارنوالانو وویل چې په یوګوسلاویا کې د جګړې پر مهال، ملادیچ، د سربانو سیاسي مشر رادوان کاراییچ او د سربانو ولسمشر اسلوبودان میلوشویچ غوښتل چې بوسنیا کې یوازې سربان و اوسي او سیمه له غیر سربانو خلاصه کړي.

څارنوالانو دې مسئلې ته د داسې "نژادي تصفیې" نوم ورکړ چې هدف‌ یې د یوګوسلاویا تر ړنګېدو وروسته د لویې سربیا جوړول وو.

د ملګرو ملتونو د نړیوال جنايي عدالت ​لوی څارونال د سې شنبې په ورځ "۱۳۹۶ کال د لړم ۳۰" ازادي راډیو ته وویل چې پر رادکو ملادیچ نننی حکم د پخوانۍ یوګوسلاویا د جګړې پر مهال د جنګي مجرمینو د محاکمې د یوه فصل خاتمه ده او ۵۰۰۰ کسان لا هم تر قانوني څارنو لاندې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG