د لاسرسي ځای

تازه خبر

احسن اقبال: ختم نبوت قانون لا پیاوړی کړل شوی دی


نن د ګل پرورځ د اسلام اباد های کورټ جج جسټس شوکت عزيز صديقي په فیض اباد کې د مذهبي ګوندونو د احتجاجي ناستې پرضد د درخواست اورېدنې پرمهال داخله وزير احسن اقبال او داخله سيکتر د غرمې په ېولس نېمې (۱۱.۳۰) بجې عدالت ته ور- وبلل.

د پاکستان داخله وزير احسن اقبال ويلي دي چې د اسلام اباد های کورټ ته يې خواست کړی چې ورته دې لږ وخت ورکړل شي ځکه چې د عالمانو له لارې دهرناکونکیو ته ويل غواړي چې د ختم نبوت په باب دا وخت په ملک کې هېڅ قسمه ستونزه نه شته او ختم نبوت قانون د وړاندې څخه زيات مضبوط کړل شوی دی.

د ذکر ده چې د حکومت او مذهبي ګوندونو ترمېنځ دا احتجاجي ناسته ختمولو لپاره څو وارې مذاکرات وکړې شو خو تروسه يې څه مثبتې نتيجې مخې ته رانغلې.

نن د ګل پرورځ د اسلام اباد های کورټ جج جسټس شوکت عزيز صديقي په فیض اباد کې د مذهبي ګوندونو د احتجاجي ناستې پرضد د درخواست اورېدنې پر مهال داخله وزير احسن اقبال او داخله سيکتر د غرمې په ېولس نېمې (۱۱.۳۰) بجې عدالت ته ور- وبلل.

په ټاکلې شوي وخت عدالت ته حاضرېدو ورستو مطبوعاتو سره خبرو کې د داخله وزير احسن اقبال وينا وه چې عدالت ته يې وويل چې داخله وزير په حېث د اسلام اباد انتظامېې د دوي پر حکم د دهرنا ورکونکو پرضد عمليات ونکړل ځکه چې دوي دا شخړه په پرامنه توګه هوارول غواړي نو عدالت دې راته نور مهلت راته راکړۍ چې دې مسلې په سمه توګه حل راوباسو نو عدالت ورته د راروان زيارت ورځې پورې وخت ورکړو.

د نوموړي وينا وه چې نن يې د ټول ملک نه د مختلفو طبقو عالمان رابللي دي چې دوي دا دهرنا ختمولو کې خپل کردار ولوبوي زموږ کوښښ دې چې عالمانو سره په ګډه دهرنا ورکونکي قايله کړو چې موږ ټول مسلمانان ېو او موږ له د جنګ جهګړو او فساد نه ډډه کول پکار دي او پراميده ېم چې راتلونکي ورځ دوو کې به دې مسلې حل راوباسو.

اسلام اباد هایکورټ مذهبي ډلو ته د ناستې ختمولو امر کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00

د ذکر ده چې د حکومت او مذهبي ګوندونو ترمېنځ دا احتجاجي ناسته ختمولو لپاره څو وارې مذاکرات وکړې شو خو تروسه يې څه مثبتې نتيجې مخې ته رانغلې.

تحريک لبیک يارسول الله، تحريک ختم نبوت او سني تحريک په ګډون ېو شمېر مذهبي ګوندونه د هغې ورستو په احتجاج لاس پورې کړې چې په اکتوبر کې د پاکستان پارلېمان د ۲۰۱۷ز کال ترمیمي انتخاباتي قانوني مسوده منظوره کړه نو په هغې کې د اميدوارانو د سوګند په ځای کې لفظي بدلون شوی او پکې د اسلام پر پیغمبر د ((ایمان)) د ((قسم)) پر ځای د ((زه باور کوم)) الفاظ راغلي وو.

وروسته د قانون وزیر زاهد حامد منلې وه چې دا ((تېروتنه)) وه او اوس یې په مسوده کې بدلون کړی دی خو مذهبي ډلې تور پورې کوي چې حکومت غواړي په قانون کې د ختم نبوت شرط ختم کړي نو ترهغې به خپله احتجاجي دهرنا جاري ساتي چې زاهد حامد د خپلې دندې لرې کولو سره سره د ککړو کسانو خلاف کارروايي ونکړي.


خو د قانون وزير زاهد حامد څو ورځې وړاندې په قامي اسمبلۍ کې ويلي وو چې حلف نامه يې نه صرف په خپل اصل شکل کې بحال کړې بلکه نوره يې هم موثره کړې ده.

XS
SM
MD
LG