د لاسرسي ځای

تازه خبر

احسن اقبال: د مذهبي ډلو ناسته په سوله ییزه توګه ختموو


په اسلام اباد کې د مذهبي ګوندونو احتجاجي ناسته
په اسلام اباد کې د مذهبي ګوندونو احتجاجي ناسته

اسلام اباد ـ د پاکستان د کورنیو چارو وزير احسن اقبال د یکشنبې په ورځ یو وارې بیا پر احتجاج بوختو یو شمېر مذهبي ډلو غږ وکړ چې په سوله ییزه توګه دې خپل احتجاج ختم کړي.

نوموړي په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د احتجاج کونکیو د احتجاج له وجې د راولپنډۍ او اسلام اباد اته لکه اولس اغېزمن کېږي او پر حکومت فشار راځي چې باید کاروايي وکړي.

د یادونې وړ ده چې په اکتوبر کې د پاکستان پارلېمان د ۲۰۱۷ز کال ترمیمي انتخاباتي قانوني مسوده منظوره کړه چې په اړه یې پر ټولنیزو رسنیو ځېنې لیکنې او د مسودې عکسونه خپاره شول. په دې انځورونو کې راغلي ول چې په مسوده کې د نوماندانو د سوګند په ځای کې لفظي بدلون شوی او پکې د اسلام پر پیغمبر د ((ایمان)) د ((قسم)) پر ځای د ((زه باور کوم)) الفاظ راغلي ول.

د واکمن مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف د دې لانجمنې موضوع د څېړلو لپاره یوه کمېټي ګمارلې وه چې رپورټ یې جوړ کړی.

وروسته د قانون وزیر زاهد حامد منلې وه چې دا ((تېروتنه)) وه او اوس یې په مسوده کې بدلون کړی دی.

خو د تحريک لبیک يارسول الله، تحريک ختم نبوت او سني تحريک په ګډون ېو شمېر مذهبي ډلې له تېرو دوو اونیو راهېسې د راولپنډۍ په فېض اباد سيمه کې د احتجاج په توګه ناست دي. احتجاج کونکي د قامي اسمبلۍ په حلف نامه (سوګند پورته کولو پاڼه) کې د ځینو بدلونونو په راوستلو راپارېدلي او د حکومت نه غواړي چې د قانون او انصاف وزیر زاهد حامد دې له دندې لرې کړل شي او د ککړو کسانو خلاف دې کاروايي وشي.

د قانون وزير زاهد حامد څو ورځې وړاندې په قامي اسمبلۍ کې ويلي وو چې حلف نامه يې نه صرف په خپل اصل شکل کې بحاله کړې بلکه نوره يې هم موثره کړې ده. د یکشنبې په ورځ احسن اقبال هم د دې خبرې پخلی وکړ چې د مسلم لیګ(ن) حکومت د ختم نبوت په مسئله کې دېر جدي دی او کومه تېروتنه چې شوې وه د هغې اصلاح شوې ده.

بلخوا د حکومت او مذهبي ډلو ترمېنځ د ناستې د ختمولو لپاره د خبرو اترو درې پړاوونه ناکامه شوي دي.

تر دې وړاندې د خالي په ماسخوتن هم احسن اقبال ویلي وو چې د احتجاج کونکیو سره د حکومتي پلاوي خبرې روانې دي او دوی هیلمن دي چې د خبرو اترو له لارې به مذهبي ګوندونه د احتجاج په ختمولو راضي کړی. نوموړي زیاته کړه، حکومت د تاوتریخوالي پلوي نه دی نو ځکه په پوره سنجیدګۍ سره د معاملې د حل کولو هڅه کوي.ده د مذهبي عالمانو نه هم غوښتنه وکړه چې د احتجاج په ختمولو کې دې خپل رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG