د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا او پښتونخوا په ګډون ټول پاکستان کې د ګوزڼ ضد کمپاین پیل شو


د ګل له ورځې د خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو په ګډون په ټول پاکستان کې د ګوزڼ رنځ پرضد ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو درې ورځنی مهم پیل شو.

د قبایلي سیمو او خېبرپښتونخوا په ګډون په ټول پاکستان کې د ګوزڼ ضد څاڅکو کمپاین پیل شوی او د صحت د څانګې وینا ده چې دې مهم دوران به دوی په ماشومانو کې د ناروغیو پر ضد کارکونکي قوت مدافیعت زیاتولو لپاره د وټامن ستنې هم لګول کېږي.

اسلام آباد کې د صحت مرکزي څانګې جاري شوي بیان کې ویلي چې نن د

د ګل له ورځې د خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو په ګډون په ټول پاکستان کې د ګوزڼ رنځ پرضد ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو درې ورځنی مهم پیل شو.

چې پکې به ۶۷ لکه ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکول کېږي.

او د دې مقصد لپاره ۱۸ زره څلور سوه اته ویشت ډلې جوړې کړی شوي چې د پنځه کالو عمره پورې ماشومانو ته به څاڅکي ورکوي.

د بیان ترمخه دې دوران د بیلا بیلو رنځونو د مخ نیوي لپاره به ماشومانو ته د وټامنز ستنې هم لګول کېږي او دا کمپاین به تر ده ۵۹ وونیو پورې روان وي.

بیان زیاتوي په دې مهم کې به په قبایلي سیمو کې ۱۰ لکه څلوېښت زره ۳ سوه او شپږنوي ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکې ورکول کېږي.

د قبایلي سیمو لپاره د پولیو د څانګې اسټنټ ډایرېکټر ډاکټر عنایت الرحمان مشال راډیو ته وویل چې دوی په قبایلي سیمو کې پوره پوره انتظامات کړي او دوی به خپل هدف ترلاسه کوي.

نوموړي زیاته کړه فاټا کې داسې سیمه نشته چې دوی ورته لاس رسي نه لري او بله دا چې هره سیمه کې دوی مقامي خلک ګمارلي نو په څاڅکو ورکولو کې ورته اسانۍ دي دغه رنګ د سیکورټي مسله هم نشته او هر سم روان دي او دوی چې کوم کمپاین هم پیل کړې نو سر ته رسېدلی او خپل هدف يې ترلاسه کړی.

روان کال هم د پاکستان په ځنې سیمو کې د پولیو کېسونه مخې ته راغلي

مشال راډیو چې په دې اړه د صحت د چارو تجزیه کار ډاکټر نوران اپرېدي نه وپوښتل چې څه وجه ده چې تراوسه پاکستان د پولیو نه پاک نه کړی شو نو د نوموړي وینا وه د دې تر ټولو غټه وجه داده چې په موجوده وخت کې د پولیو څاڅکي ورکونکي دي په هغې کې مسلکي خلک نشته نو که څه هم بره ناست خلک خو مسلکي دي خو په لاندې کچه پکې مسلکې خلک نشته او د دې خلکو څه خاص تربیه نه وي شوي نو په دا وجه دغه کمپاین په سم ډول نه کېږي او اکثره پکې مسلې جوړې شي.

نو دې فکر کوي ترڅو چې حکومت او دغه ادارو د څاڅکو ورکونکیو دا مسله نه وي حل کړې او دوی ته يې خاص تربیت نه وي ورکړی د پولیو خاتمه د پاکستان څخه ګرانه ده.

د ذکر ده تېر کال ۲۰۱۶ کې په پاکستان کې د پولیو ټول ۲۰ کېسونه مخې ته راغلي وو او د صحت د څانګې په وینا چې روان کال یواځې د پولیو ۵ کېسونه رجسټرډ شوي چې ښاي پاکستان کې پولیو په ختمېدو ده.

XS
SM
MD
LG