د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: ولسي جرګې د طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې ګټورې وبللې


د افغانستان د ولسي جرګې غونډه
د افغانستان د ولسي جرګې غونډه

رحمت الله افغان

کابل ـ د افغانستان ولسي جرګې، په قطر کې د افغانستان د سولې د عالي شورا او طالب استازو ترمنځ د سولې د خبرو هرکلی کړی.

د دغې جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزي د یکشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل، که د دواړو لوريو استازي مخامخ سره خبرې وکړي، دا د سولې د پروسې په پروسه مثبت اغیز درلودلی شي:

((د حکومت او مخالفینو ترمنځ مخامخ ملاقاتونه هر چېرې چې وي موږ یې هرکلی کوو. حکومت او هم ملت د سولې لاره نیولې ده، که د دواړو لوریو ترمنځ مخامخ ملاقات وشي مثبت نتایج به ولري.))

که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د سولې عالي شورا د حکومت او طالب استازو ترمنځ د احتمالي خبرو په اړه بې خبري ښيي، خو د طالبانو یو پخوانی غړی وايي، تمه ده چې دغه خبرې تر راتلونکو لسو ورځو پورې د قطر په پلازمینه دوحه کې وشي.

پخواني طالب چارواکي او د افغانستان د خلاصون لارې شورا رییس سیداکبر اغا مشال راډیو ته وویل، دی هم دغې ناستې ته وربلل شوی او ټاکل شوې چې په یاده ناسته کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر استازي هم ګډون وکړي:

((ټاکل شوې دغه ناسته نږدې لس ورځې وروسته جوړه شي، چې په اړه یې د سولې عالي شورا ته هم خبر ورکړل شوی. دغه ناسته کېدای شي په قطر کې جوړه شي، زه یې هم ور بللی یم، په دغه ناسته کې اته طالب غړي هم ګډون کوي.))

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له مشال راډیو سره په اړیکه کې په دغه ناسته کې د طالب استازو ګډون او نه ګډون نه تایید اونه رد کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند او د سولې عالي شورا هم د دغې ناستې د جوړېدو په اړه بې خبري وښوده.

خو تېر کال د افغان حکومت یوه لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي وو، چې د افغان حکومت او وسله والو مخالفانو ترمنځ د قطر په پلازمینه دوحه کې لیده کاته شوي دي.

قطر له تېرو څلورو کلونو راهیسې له وسله والو طالبانو سره د اړیکو په مرکز بدل شوی او طالبان هلته غیر رسمي دفتر هم لري.

د چارو یوشمېر افغان کارپوهان هم وايي، د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې د سولې له بهیر سره مرسته کولای شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې انتظار خادم په مخامخ ډول د دواړو خواو ترمنځ د سولې مقدماتي خبروته خوشبین دی.

XS
SM
MD
LG