د دې وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د شنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل چې افغان ځواکونه توانېدلي چې د وسله والو مخالفینو پلانونه په خپل وخت شنډ او دوی ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړه وي.
دولت وزیري وویل ، “ زه ویلای شم چې د تېرکال په پرتله په روان کال کې د دښمن تحرکات ۱۳ فیصده زیات و، همداشان د تېرکال په پرتله د دښمن تلفات هم ۱۱ فیصده زیات و”.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره "اوچا" وايي په افغانستان کې جنګ جګړو زور اخیستی.
د دې ادارې په تازه رپوټ کې ویل شوي چې د ۲۰۱۷ م کال له جولایي تر سپټمبر تر میاشتې په افغانستان کې په منځني ډول هره ورځ تر اتیاو نښتې او جګړې پېښې شوي چې په تېرو شپږ کلونو کې بې سارې دي.
وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.