د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال: دودیزه لویه جرګه د هېواد د ستونزو حل لاره نه ده


د خوست یو شمېر قومي مشران او اوسیدونکي وايي، چې د افغانستان د اوسنیو سیاسي او امنیتي ستونزو حل لاره یوازې د دودیزې لويې جرګې رابلل نه دي، بلکې د نظام سره د ټولو مطرحو سیاسي او ټولنیزو بنسټونو او اشخاصو په همکارۍ کې د ډېریو ستونزو هواریدل ممکن دي.

د خوست اوسیدونکي داسې مهال د نظام سره د همکارۍ د ډېریدو د اړتیا خبره کوي، چې په دې وروستیو کې افغانستان کې د لویې جرګې د رابللو مسئله توده شوې اوافغان حکومت ورسره مخالفت کړی دی.

د شنبې په ورځ هغه غونډه چې په خوست کې د پاکستان د پوځ لخوا د کنړ پر ځینو سرحدي سیمو د وروستیو راکټي بریدونو د غندنې او د دودیزې لويې جرګې د رابللو په مخالفت کې جوړه شوې وه، مشرانو د لويې جرګې د رابللو خبره د هغو پخوانیو چارواکو وبلله، چې اوس ورسره مخکیني سیاسي موقفونه نشه.

قومي مشر سیمن خان ځدراڼد غونډې په څنډه کې مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، که د دې خبرې اوچتوونکي خپل هېواد ته صادقه وي، نو د نظام له پیاوړي کولو سره دې همکاري وکړي.

حاجي حيدرګل منګل وايي، چې په نظام، حکومت او حتی ولایتونو کې له شته ستونزو څخه سترګې نشي پټیدای، خو حل لاره يې په اوسنیو وختونو کې یوازې دودیزه لویه جرګه نه ده.

د ده په وینا چې انتقاد کوونکي دې په نظام کې ستونزې په ګوته کړي او بیا دې په ګډه هغې ته حل لارې پیدا کړي.

قومي مشر حاجي شریف الله وايي، چې اوسمهال لويې جرګې لپاره شرایط ندي برابر، نو د لويې جرګې له رابلوو وړاندې باید هغې لپاره مناسب شرایط برابر شي.

د حکومت د اجراييه ریاست یو تن سلاکار داودشاه میکن زوی هم د خوستوالو سره په یو نظر دی او وايي، چې پداسو مسالو د وخت د تیرولو پر ځای باید په ګډه د هېواد د ستونزو د هواري لپاره کار وشي.

نوموړی زیاتوي:

((ولس تر اوسه دې ته ندی اماده او نظام شته، وخت باید ضایع نشي، په لویه جرګه باندې زموږه مشکل نه حلیږي، باید د نظام بنسټونه ټینګ کړو تر څو وکولای شو، په ملک کې شته ستونزو ته د حل لارې چارې پیدا کړو.))

بل لوري ته خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي بیا په خپلو خبرو کې د یو شمېر اشخاصو او ډلو لخوا د دودیزې لويې جرګې د رابللو مساله د افغانستان د اساسي قانون سره په مخالفت کې بولي او په فعلي شرایطو کې يې د نظام او خلکو سره زیاتی ګڼي.

خوست والي وړاندې وايي:

((ملت اوس وېښ دی او اوس ټول ملت ته ثابته ده، چې د عنعنوي لويې جرګې رابلل په افغانستان کې خپل موارد لري، پدې برخه کې اساسي قانون چې زموږه ملي وثیقه ده، صراحت لري، د دا ډول جرګې رابلل زموږ د اساسي قانون خلاف عمل دی، زه فکر کوم دا به په فعلي شرایطو کې خپلو خلکو او نظام سره د زیاتي کول وي.))

یاده دې وي، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د تلې په شلمه یوې غونډې ته په کابل کې ویلي ول، چې له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو لپاره باید دودیزه لویه جرګه راوبلل شي، خو ارګ پدې اړه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د اساسي قانون له مخې د لويې جرګې د راغوښتلو واک او صلاحیت یوازې له حکومت سره دی.

البته پخواني ولسمشر دا خبره هم کړې ده چې دی د جرګې د راغوښتلو صلاحیت نه‌لري، خو د جرګې د جوړېدو لپاره د یوه افغان په توګه وړاندیز کوي، د حامد کرزي په وخت څلور لویې جرګې رابلل شوې وې.

XS
SM
MD
LG