د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا تور غر کالج نه لري


په خېبر پښتونخوا کې که يو خوا په لکونو ماشومان د سکولونو نه بهر دي بل پلو د صوبې په ځينو لرو پرتو سيمو کې هم داسې سيمې دي چې د لوړو زدکړو تعليمي ادارې نه لري.

د خېبر پښتونخوا اعلی تعليم محکمې د يو رپورټ تر مخه په تور غر سيمه کې دا وخت هېڅ يو کالج نه شته هم دا شان په کوهستان ضلع کې هم د صوبې د نورو ضلعو په نسبت کالجونه کم دي.

د رپورټ مطابق په کوهستان ضلع کې دا وخت د لوړو زدکړو لپاره دوه کالجونه دي چې پکې هلکانو ته ښوونې کېږي.

په دې اړه د خېبر پښتونخوا د لوړو زدکړو وزير مشتاق غني مشال راډيو ته وویل چې تور غر سيمه نوې جوړه شوې ضلع ده نو هلته د کالجونو جوړولو ضرورت لا نه دی پېښ شوی.

د کوهستان په اړه د نوموړي وېنا وه چې په دغه سيمو کې د لومړۍ درجې تعليم کمی دی او په خصوصي توګه د نجونو تعليم شرح کمه ده نو ځکه هلته کالج نه شته.

مشتاق غني زياته کړه چې که د ولس لخوا ځکومت نه غوښتنه وشوه نو کالج په جوړولو به غور کوي.

)) تور غر ضلع او د هغې نظام لا نوی دی نو کله چې له هلته د کالج غوښتنه راشي او دا و وايي چې هغوی ته د کالج ضرورت دی نو موږ به بيا کالج جوړ کړو ځکه چې په صوبه کې چرته هم ضرورت وي هلته موږ ته په کالج جوړولو هېڅ اعتراض نه شته او تر کومه چې د کوهستان خبره ده نو هلته د نجونو د زده کړو دود کم دی نو ځکه سکولونه په زيات شمېر جوړ کړل شوي دي.))

د محکمې کال ۲۰۱۷ رپورټ تر مخه دا وخت په خېبرپښتونخواکې ټول۲۴۹ کالجونه دي چې پکې د نجونو۱۰۱ او۱۴۸ د هلکانو کالجونه شاملدي.

د دې ترڅنګ په رپورټکې ویل شوي چې تر ټولو زيات کالجونهپه پېښور کې دي چې پکې ۲۱ د هلکانو او ۱۳ د جينکو دي.

دغه رنګ پهدوېم نمبر مردان دی چې پکې ۱۲ د هلکانو او ۱۰ د جينکو کالجونه شامل دي.

خو بل خوا د تعليمي چارو کار پوه او د تعليم په اړه کار کونکې غېر سرکاري ادارې الف اعلان چارواکې عمر اورکزۍ وايي چې د ملک د نورو برخو نه زيات دغه سيمو ته د تعليم ضرورت دی او بايد حکومت د دغې سيمو ولس ته د تعليم په اړه پوهه ورکولو کې خپل کرادار ولوبوي.

د کال ۲۰۱۷ سر شمېرنې لومړي راپور تر مخه د تور غر ضلعې آبادي ۱ لک ۷۱ زره ۳۹۵ ده چې پکې ۸۶ زره ۱۵۷ د سړیو او ۸۵ زره ۲۳۰ ښځو شمېره شامله ده خو په سيمه کې د جينکو لپاره د اتم د زدکړو نه پس هم يو سکول او کالج نه شته.

د کوهستان آبادي ۷ لکه ۸۴ زره ۷۱۱ ده۔خو په دې ضلع کې د جينکو لپاره د لسم جماعت نه پس زدکړو لپاره کالجونه نه شته.

د ښځو د حقونو او د جينکو تعليم لپاره کار کونکې ادارې "د خوېندو کور" چارواکې مريم بي بي وايي چې کوهستان او تورغر پهشان سيمو کې زاړه او سخت روايات ختمولو ا و بنيادي انساني حقونه ورکولو لپاره د ښځودتعليم زيات ضروري دی.

د اعلی تعليم محکمې مطابق په بونير ټانک او بټګرام ضلعو کې د جينکو لپاره یو، یو کالج دی.

XS
SM
MD
LG