د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر انعم بي بي څه تېر شوي ول؟


د خېبر پښتونخوا د ټانک ضلعې یوه ښځه انعم بي بي چې شاخوا شل ورځې وړاندې په مبینه توګه د خاوند لخوا سوځول شوې وه پولیسو یې پلټنې پېل کړې او ویلي چې د انعم بي بي قبر به سپړي.

پولیس وایي اتلس کلنه انعم بي بي شل ورځې د ټانک مشن په روغتون کې تېرې کړې او درې ورځې وړاندې مړه شوې.

انعم بي بي خپل خاوند فېض محمد سره د ټانک ضلعې په ګړها اکوړه خان کلي کې اوسیده.

د مرید اکبر پولیس تاڼې محرر ممتاز علي په وینا چې د یو ګاونډی د اطلاع او د انعم بي بي د پلار د تصدیق په اساس یې د سېشنبې پر ورځ د فېض محمد خلاف اېف ایې ار درج کړې او پنځه ورځې ریمانډ یې هم اخیستی.

د انعم بي بي پلار محمد خان موږ تاڼې ته روغښتل او تسلي مو ترې وکړه او هغه راته وویل چې دې ملزم فېض محمد یې لور د واده په نیت تښتولې وه او دا ورسره وسیده چې اوس یې د دوه میاشتو یوه لور هم ده خو دې ملزم د بل واده خبره کوله او په دې وجه یې په خپلې ښځې پټرول واچول او بیا یې ورته اور ورته کړو چې بیا شاوخوا شل ورځې ټانک په مشن روغتون کې داخله وه او هم هلته مړه شوه”

محرر ممتاز علي په وینا چې د پلټنو کولو پروخت د انعم بي بي خاوند فېض محمد ویلي چې ښځه يې د پخلي کولو په وخت په خپله سوځیدلې او دواړو د حوښې واده کړې و.

د انعم بي بي پلار محمد خان چې د خټو او د لوټو مزدوري کوي وایي چې د تېر یو نیم کال راهیسې یې لور نه وه لیدلې.

د ده په وینا چې ورته نه وه مالومه چې څنګه د خپل لور په زوره نکاح او بیا د هغې د مرګ په اړه له پولیس سره رابطه وکړي.

“موږ خواران غریبانان یو ، موږ څه لار لیکه نه پېژنو ، ساده وخت موږ تېر کړې. زه دا ویل غواړم چې ماسره ظلم و زیاتۍ وشو او ماتا دې انصاف راکړل شي او څنګه چې داسې کېسونو کې انصاف کېږي باید چې هم هغسي راته ملاو شي”

دې لړ کې د ټانک ضلعې ناظم نوابزاده ظفرالله خان مشال راډیو ته وویل چې د دې کېس نه خبر و او مور و پلار سره یې خپله تاڼې ته تللې و.

“د پولیس د کاروایې نه موږ مطمین یو ولې چې د ضلعې پولیسو مشر په وخت کار وکړو او ملزم ونیول شو،،

د ښځو د حقونو مبارزه کونکو په وینا چې د ښځو پرضد د تشدد کېسونو کې زیاتوالې مخې ته راغلې دې چې وجه یې د تعلیم کمې او په قوانینو عملدرامد نه کول دي.

غېرسرکاري ادارې د بشري حقونو کمیشن د یو رپورټ ترمخه چې کال ۲۰۱۶ کې درې زرو نه زیاتې ښځې تشدد د مختلف قسمونو ښکار شوی دي.

XS
SM
MD
LG