د لاسرسي ځای

تازه خبر

تربت: د پنجاب ۱۵ کسانو مړي موندل شوي


د بلوچستان په تربت ولسوالۍ کې د ۱۵ کسانو مړي موندل شوي چې په ډزو وژل شوي دي. د چارواکو په وینا چې ټول وژل شوي کسان د پنجاب اوسېدونکي دي چې د تربت له لارې په ناقانونه توګه ایران ته روان ول.

په تربت کې د نوم نه ښودلو په شرط یوه لوړ رتبه چارواکي مشال راډیو ته ویلي دي چي د چارشنبې په ورځ د ایران پولې ته څېرمه د بلېده ګورک په سیمه کې ځايي لېویزو د ۱۵ کسانو مړي موندلي دي چې د ناڅرګندو وسله والو ډلو له لوري په ډزو وژل شوی وو. ټول مړي د تربت ځايي روغتون ته د پوسټمارټم لپاره وړل شوي.وژل شوي کسان د پنجاب صوبې د بېلابېلو برخو سره تړاو لري او بې له قانوني اسنادو د تربت لارې ایران ته روان ول.

تر اوسه هېچا هم د دوی د وژنې زمه واري نه ده منلې خو په مکران ډیویژن کې په تېرو وختونو کې د دغه ډول ډېری پېښو زمه واري بلوڅ بېلتونپالو ډلو پر غاړه اخېستې ده.

دیادولو ده چې د پنجاب صوبې ډېری بې روزګاره ځوانان د روزګار موندلو لپاره په ناقانونه توګه د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د تلو هڅه کوي او په لار کې کله ناکله له ناوړه پېښو سره مخامخېږي.

XS
SM
MD
LG