د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا د پاکستانیو لویو ګوندونو هلې ځلې تر صوبو محدودېږي؟


پراګ - په پاکستان کې د سیاسي چارو پوهان وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې ښکاري چې د هېواد لوی سیاسي ګوندونه په خپلو هلو ځلو کې تر هغو صوبو محدود شوي چې هلته پخواني بنیادونه لري.

په اسلام اباد کې د انګرېزۍ ژبې ډېلي ټایمز کارکوونکې او شنونکې ماروي سرمد وايي، د دې رجحان لامل دا دی چې په تېره یوه لسیزه کې په پاکستان کې نظریاتي نظریاتي سیاست په ختمېدو دی.

نوموړې وايي: ((سیاسي ګوندونو خپل نظریاتي بنیاد بایللی. له هغوی خپل نظریاتي بنیاد بالکل هېر دی.))

د ماروي سرمد په خبره، ((ځېنې ګوندونه)) وايي چې نظریه یې ((د درغلۍ)) ختمول دي، ((نو درغلي ختمول خو د ریاست کار دی. دا نظریه څنګه کېدای شي؟))

سرمد وايي، له ((بده مرغه، لومړی نظریاتي سیاست غیر اهم شو او اوس خو بالکل غایب شوی، نو موږ په سیاسي ډول په غیر نظریاتي ماحول کې اوسو.))

که د ملک په بېلا بېلو برخو کې جلا، جلا سیاسي ګوندونه واکمن وي او یا پیاوړي کېږي نو د دې سیاسي ګټې دا وي چې د قامي ګټو ساتلو لپاره د یوې صوبې سیاسي طاقت به د بلې صوبې له سیاسي قوت سره هرو مرو خبرو ته مجبورېږي.
امجد بټي

په لاهور کې د ((دي نیوز ان سنډې)) مجلې کالم لیکونکی امجد بټي د هېواد د کچ، د لویو ګوندونو تر صوبو او ښارونو پورې د محدودېدو سبب ۱۸م اییني ترمیم ګڼي:

((د پاکستاني ولس ډېرې ستونزې له ۱۸م اییني ترمیمه وروسته)) تر صوبايي سطحې محدودې شوې دي. یعنې دا اوس ((د قامي بیانیې یا وفاق تر واک لاندې)) نه دي.

دی وايي، ((سیاست اصلاً د طاقت له مرکزونو)) څرخي او ((هغې پسې ځي نو کله چې د)) واک او ((طاقت مرکزونه بدل شي یا له مرکزیته ووځي)) نو سیاست هم تر نویو مرکزونو محدود شي.

خو په اسلام اباد کې د سیاسي چارو پوه ظفر الله خان د سیاسي ګوندونو تر صوبو او ښارونو محدودېدو ته په ښه نظر ګوري:

((دا یو ډېر ښه سیاسي پرمختګ ځکه دی چې که د ملک په بېلا بېلو برخو کې جلا، جلا سیاسي ګوندونه واکمن وي او یا پیاوړي کېږي نو د دې سیاسي ګټې دا وي چې د قامي ګټو ساتلو لپاره د یوې صوبې سیاسي طاقت به د بلې صوبې له سیاسي قوت سره هرو مرو خبرو ته مجبورېږي. او په وفاقي جمهوري ادارو کې به دا مکالمه جاري وي.))

درغلي ختمول خو د ریاست کار دی. دا نظریه څنګه کېدای شي؟
ماروي سرمد

دی وايي، بل دا چې ((کومه صوبه کې چې [یو ګوند] کمزوری وي، هلته د پیاوړي کېدو هڅې کوي.))

ظفر الله خان دریځ لري چې دا مهال په پاکستان کې ((مرکزي سیاسي بیانیه موجوده ده)) خو د ((سیاست حساب کتاب دومره پراخ شوی چې د یوه سیاسي ګوند لپاره هم ممکنه نه ده چې پر یوه ځای یې ورغونډ کړي)) او هم هلته یې وساتي.

دی زیاتوي چې سیاسي ګوندونه د ولس سوچ او رجحانونو پسې ځي نو اوسمهال چې د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې کوم ذهني رجحانونه، افکار او نظرونه موجود دي، ((سیاسي ګوندونه غواړي له هغو سره همغږي شي.))

XS
SM
MD
LG