د لاسرسي ځای

تازه خبر

پخواني پولېټیکل اېجنټان هم د قبایلو پر راتلونکې وېشلي دي


د فاټا اصلاحاتي کومیټۍ غړي
د فاټا اصلاحاتي کومیټۍ غړي

پراګ ـ ځېني پخواني پولېټیکل اېجنټان هم د پارلېماني غړو او مشرانو په څېر د قبايلي سېمو د راتلونکي حيثيت په اړه وېشل شوي دي او بېلا بېل نظرونه لري.

د جنوبي وزير ستان پخوانی پوليټکل اېجنټ عظمت حنيف اورکزی وايي:

((زما په اند په جغرافیايي او اقتصادي توګه دا د عملي کېدو وړ خبره نه ده چې له قبایلي سیمو دې یوه ځانله صوبه جوړه کړل شي. که څوک په رښتوني مانا غواړي چې قبایلي ولس دې پرمختګ وکړي نو بیا اړینه ده چې یادې سیمې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړل شي.))

نوموړی وايي، په قبایلي سیمو کې اوسنی نظام یو استحصالي نظام دی او وخت رارسېدلی چې اوس باید بدلون ومومي. دی زیاتوي اوس مهال د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا کې د شاملولو لپاره حالات سازګار دي ځکه چې یاده سیمه کې له تشې (خلا) نه وسله والې ډلې ګټه پورته کولی شي او دا وېره شته چې قبایلې سیمې یو وارې بیا د ترهګرو په ځالو بدلې شي.

خو بل پلو پخوانی پولیټکل اېجنټ رسول خان وزير د عظمت حنيف اورکزي د څرګندونو سره متفق نه دی او وايي چې د قبايلي ولس د رواج او ځانګړي تشخص برقرار ساتلو لپاره ضروري ده چې یا خو قبايل خان ته صوبه ولري او یا دې د دوی موجوده حیثیت برقرار وساتل شي.

((خيبر پښتونخوا په اقتصادي توګه يوه غريبه صوبه ده او که د وروسته پاتو قبايلي سيمو بوج پري هم واچول شي نو زما په اند د صوبې لپاره به دا بوج زغمل ګران کار وي.))

رسول خان وزیر زیاتوي، د پاکستان له جوړېدو راهېسې قبایلي سیمې د مرکز لخوا کنټرولېږي نو د ده په وینا ښايي دا به ستونزمنه نه وي چې د یوې ځانله صوبې حیثیت دې ورکړل شي. د نوموړي په وینا که داسې وشي نو دا به د اولس لپاره ګټوره خبره وي. ده دا هم وویل چې د ایف سي ار قانون یا بل هر قانون هله بد شي چې ناسمه ګټه ترې پورته کړل شي، ګینې یو قانون هم بد نه وي.

هلته د شمالي وزير ستان پخواني پولېټکل اېجنټ شاهد الله خان بیا وايي چې په قبايلي سيمو کې د ادارو بنيادي ډانچه له پخوا راهېسي له خيبر پښتونخوا سره تړل شوې ده او د دغو سیمو افرادي قوت او اقتصادي برخه هم له صوبې سره تړل شوې دي او وار له مخه د صوبې د تعليم، زراعت، صحت او مالیې راغونډولو نظام د خیبر پښتونخوا پر صوبې اډاڼه لري.

((که ځان له صوبه جوړوو او بیا له سره دا ټول نظام ودروو نو زما په اند دا یو ډېر ګران کار به وي. د صوبې موجودو ادارو کې دومره صلاحيت شته چې خپله دايره فاټا ته وغځوي او په ډېر کم وخت کې د دغو سیمو لپاره اسانتیاوې ورکړي، ځکه چې د صوبې ټولې ادارې او انتظاميه له فاټا څخه خبر دي نو په دې ضم کولو به دومره وسایل او وخت ونه لګي.))

شاهد الله خان زیاتوي چې حکومت بايد د ولس د اکثریتي رايې احترام وکړي او د قبايلي سيمو د راتلونکې په اړه ژر پريکړه وکړي ځکه چې د ده په خبره په دې کې هرځنډ به د ولس په زیان تمام شي.

XS
SM
MD
LG