د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان مذهبي لږکیان په اسمبلیو کې خپله مناسبه ونډه غواړي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

کوټه - د بلوچستان په کوټه ښار کې د مذهبي لږکیو اتحاديې په یوه مظاهره کې غوښته کړې چې په نويو حلقه بندیو کې دې په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د دوی د غړو شمېره سیوا کړل شي او دوی ته دې هم د ووټ ورکولو په لار د خپلو غړو د ټاکنو حق ورکړل شي.

د خالي ورځې مظاهره کې ګډون کونکیو غوښتنه وکړه چې اقليتونه هم د ووټ حق غواړي. دوی زیاته کړه چې په نوې سرشمېرنه کې د اقلیتونو شمېره د پخوا پرتله زیاته شوې ده نو په کار ده چې حکومت ورته په هماغه تناسب په صوبايي او قامي اسمبلیو کې سیټونه ورکړي.

دا مهال د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د لږکیو ۱۰ خصوصي څوکۍ دي. د کال ۲۰۱۳م د انتخاباتو ترمخه په پاکستان د لږکیو شمیره نږدې ۳۰ لکه ده، په دغو کې بیا ۱۵ لکه یواځې د هندو مذهب سره تړاو لرونکي دي.

XS
SM
MD
LG