د لاسرسي ځای

تازه خبر

"قبایلي سیمې دې ځانله صوبه وګرځول شي"


نن د پېښور په نشترهال کې یوې قبایلي جرګې د فاټا لپاره ځانله د يوې صوبې د حیثیت غوښتنه کړې ده.

جرګې ته د وینا پر وخت قبایلي مشر او پخواني سفارتکار ایاز وزیر وویل چې که قبایلي سیمو ته د یوې ځانله صوبې حیثیت ورکړل شي نو قبایلي ولس به د واک خاوندان شي.

نوموړي زیاته کړه چې په ځانله صوبه کې به د قبایلو خپل وزیراعلا، خپل ګورنر او خپله قانون سازه اسمبلي وي.

په دې غونډه کې ځينې قبایلي مشرانو د پاکستان پر عدالتي نظام نیوکې وکړې او زیاته يي کړه که چیرې قبایلي سیمو ته یو ازاد حیثیت ورکړل شي نو د روایتي نظام نه بل ښه نظام نشته.

په جرګه کې د قبایلي سیمو هغو وکیلانو، ځوانانو او قبایلي ملکانو ګډون وکړو چې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو په حق کې نه دي.

دوي غوښتنه وکړه چې حکومت دې وړومبی قبایلي سیمو ته مراعاتي پیکج ورکړي او بیا دې اصلاحات عملي کړي.

بلخوا نن د خيبر ایجنسۍ په جمرود کې په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو په حق کې سیاسي غونډه وشوه

د تحریک فاټا اصلاحات منتظمینو مشال راډیو ته ویلي دي چې دا سیاسي غونډه د قبایلي ځوانانو د جرګې تر سیوري لاندی وشوه.

غونډې ته د وینا پر وخت قبایلي مشرانو او ځوانانو غوښتنه وکړه چې په قبایلي سیمو کې دې اصلاحات زر تر زره عملي شي، قبایلي سیمو ته دې د سپریم کورټ او های کورټ د واک دايره وغځول شي او قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا صوبې ورګډې کړل شي.

XS
SM
MD
LG