د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د لادرکه کولو پېښې زياتې شوې: اېمنسټی انټرنېشنل


د بخښنې نړيوال سازمان اېمنسټی انټرنېشنل پر پاکستاني چارواکيو ږغ کړی چې د لادرکه کړل شویو کسانو د برخليک او د ساتل کېدو د ځای په اړه دې خپلواکه او موثره پلټنه وکړي.

د سېشنبې په ورځ خپاره شوي بيان کې سازمان ويلي چې په وروستيو څو ورځو کې په پاکستان په تېره بيا په بلوچستان کې د خلکو په زوره د ورکولو په اړه د نوې څپې د پيلېدو رپورټونه ترلاسه شوي دي.

اېمنسټي انټرنېشنل زياتوي ، که څه هم په وروستيو څو ورځو کې په لادرکه کړل شويو کسانو کې ځينې بېرته کورونو ته رسېدلي خو ځينې لا هم ورک دي.

په زوره د ورکولو عمل له بلوچستان، خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو څخه اوس د پاکستان نورو برخو په تېره بيا ښارې سيمو او لويو ښارونو ته خور شوی دی. اېمنسټي انټرنېشنل

بيان پر پاکستاني حکومت غږ کوي چې په دې لړ کې پلټنې وکړي او مالومه کړي چې د دغو کسانو برخليک به څه وي او په کوم ځای کې ساتل شوي دي؟

سازمان زياتوي، که چېرته دا کسان د رياست په بند کې وي نو پکار ده يا خو يې خوشي کړي یا بيا دې ورباندې په رسمي توګه د جرم تور پورې کړي.

اېمنسټی انټرنېشنل وايي، د بشري حقونو په برخه کې دلادرکه کړل شويو کسانو په اړه د پاکستان رېکارډ ډېر خراب دی او په تېرو څو کلونو کې په سلګونه بلکې ممکن ده په زرګونه کسان داسې دي چې په زوره ورک کړل شوي دي.

د بشري حقونو سازمان دپه زوره ورک کړل شويو په اړه د کمېشن ان انکوايري ان انفورسډ ډس اپريينسز حواله ورکوي چې سږکال له اګسته تر اکتوبره د ۳۰۰ کسانو په زوره د لادرکه کولو پېښو رپورټ يې ترلاسه کړی.

د پاکستان حکومت تل له دې انکار کړی چې د هېواد امنيتي او جاسوسي ادارې په زوره ورکولو په پېښو کې لاس لري.

سازمان وايي، په زوره د ورکولو عمل له بلوچستان، خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو څخه اوس دپاکستان نورو برخو په تېره بيا ښارې سيمو او لويو ښارونو ته خور شوی دی.

اېمنسټی انټرنېشنل وايي، سږکال په جنورۍ کې له اسلام ابادهاو پنجابه د بشري حقونو پنځه فعالين تښتول شوي وو چې پکې څلور بیرته کورونو ته رسېدلی دي.

په دوی کې دوه کسانو ويلي چې دوی د نيونکو له خوا چې د دوی په باور له جاسوسي ادارو سره يې تړاو وو دړکې ورکړې، ځورولي او شکنجه کړي يې دي.

اېمنسټی انټرنېشنل د پاکستان پر حکومت ږغ کوي چې د خلکو په زورکه د لادرکه کولو کار په ډاګه و غندي او ددې ظالمانه او غېرانساني عمل ختمولو ږغ دې وکړي.

سازمان زياتوي، پاکسان لا هم د هر کس په زوره ورکولو څخه د خوندیتوب په اړه پر نړيوال کنونشن په لاسليک کولو کې پاتې راغلی دی.

د پاکستان حکومت لاهم د بشري حقونو سازمان اېمنسټي انټرنېشنل د تازه بيان په اړه غبرګون نه دی ورکړی البته په پخوا کې چې کله هم دا خبره راپورته شوې نو انکار يې کړی چې ګواکې د هېواد امنيتي او جاسوسي ادارې په زوره ورکولو په پېښو کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG