د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغانستان دې پاکستانیو ډیپلوماټانو ته تحفظ ورکړي'


د پاکستاني سفارتکار مړی د سشنبې ورځ خپل ملک ته یووړل شو. ۷ اکتوبر ۲۰۱۷
د پاکستاني سفارتکار مړی د سشنبې ورځ خپل ملک ته یووړل شو. ۷ اکتوبر ۲۰۱۷

په جلال اباد کې د سفارتکار وژنه، پاکستان د سفارتي استازو لپاره له کابله ټينګ امنيتي ګامونه غوښتلي

د پاکستان خارجه دفتر په جلال اباد کې د يو سفارتکار په وژنه افغانستان ته احتجاج کړی او ويلي يې دي چې بايد افغان حکومت د دې پېښې ذمه وار په ګوته کړي او هلته موجودو سفارتي استازیو ته کلک امنيت ورکړي.

د پاکستان خارجه دفتر له خوا جاري شوي يوه بيان کې ويل شوي چې د ګل په ورځ يې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ناظم الامور ورغوښتی او د خپل سفارتکار په وژنه یې سخت احتجاج ورته کړی دی.

پر دې مهال خارجه سېکرېټرې تهمينه جنجوعه له کابله غوښتي چې د دې پېښې ذمه وار دې په ګوته کړل شي او ورته دې سزا ورکړی شي. د دې ترڅنګ خارجه سېکرېټرې په افغانستان کې د پاکستان د سفارتي استازو او نورو کارکوونکیو د ټينګ امنيت غوښتنه هم کړې ده.

په دغه بيان کې ويل شوي چې افغان ناظم الامور د افغانستان حکومت په استازیتوب پر دې پېښه خپګان ښودلی او باور يې ورکړی چې په افغانستان کې موجود د پاکستان سفارتي استازیو او عملې د امنيت لپاره به کوټلي ګامونه پورته کوي او د دې پېښې ذمه وار به هم ژر ونيول شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف په ټولنيزې رسنۍ ټويټر يو پېغام کې دا پېښه غندلې او غوښتنه يې کړې چې افغان حکومت بايد د پاکستاني سفارتي استازو امنيت باوري کړي.

هم دا راز په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکټر عمر زاخېلوال هم دا پېښه غندلې او ويلي يې دي چې خپلو اړونده ادارو ته ويلي چې په دې اړه هر رنګ کمک وکړي.

نيراقبال رانا په ننګرهار کې د پاکستان په قونسلګرۍ کې مامور وو او د دوشنبې په ورځ له خپل کور سره نزدې نامعلومه وسله والو په ډزو وژلی وو.

د هغه مړی د سشنبې په ورځ د تورخم له لارې پاکستان ته وړل شوی دی او خپلو خپلوانو ته یې سبارلی دی او د پاکستان خارجه دفتر ويلي چې جنازه به يې مازيګر په اسلام اباد کې کېږي.

XS
SM
MD
LG