د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوز او بر دیر کې د ګوزڼ ضد ځانګړی کمپاین


د خېبر پښتونخوا په دوو ضلعو کې له دوشنبې د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي لپاره یو درې ورځنۍ ځانګړی کمپاین پیل کړی دی.

په دې ضلعو کې کوز او د بره دير سيمې شاملې دي. د خيبر پښتونخوا د ګوزڼ مخنیوي څانګې ترمخه په کمپاين کې به له پنځو کالو کم عمر لرونکیو څلور لکو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکې ورکول کېږي.

تر دې وړاندې تيره اوونۍ د خيبر پښتونخوا په ۱۳ ضلعو کې ۴۵ لکو پورې ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکړل شوي ول.

د خيبر پښتونخوا ګوزڼ مخنيوي ادارې چارواکي ډاکټر امتياز مشال ريډيو ته وویل چې د افغانستان په ننګر هار سيمه کې د ګوزڼکېس راتلو پس په بره او کوز دېر کې دا کمپاين پېل کړی شوې

د ده په وینا چې له افغانستان سره د پولې له وجې په دغه سيمو کې هم د وايرس خورېدو ويره ده.

بل خوا په چترال سيمه کې نن پیلېدونکی درې ورځنی کمپاين د نومبر تر ۱۰ مې نېټې ځنډول شوی دی.

د خيبر پښتونخوا صحت محکمې په وینا چې په اتمه نېټه په چترال کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند جلسې او امنيتي وضع له وجې دا کمپاين پر شا کړل شوی وو.

پاکستان اوس هم د هاغه ملکونو په فهرست کې شامل دې چې د ګوزڼ وايرس په شتون لري.

خو بل خوا د پاکستان د ګوزڼ مخنيوي پروګرام چارواکي ادعا کوي چې د تېرو کلونو په نسبت یې سږ کال پر ګوزڼ ناروغۍ قابو موندلی.

د ګوزڼ ناروغي مخنيوي قامي ادارې ترمخه سږ کال له قبایلي سيمو هم تر دې دمه د ګوزڼکېس مخي ته نه دی راغلی.

د يادې ادارې د رپورټ تر مخه کال سږ کال د تر دې دمه په ملک کې ۵ د ګوزڼ کېسونه رامخې ته شوي دي چې پکې د خيبر پښتونخوا، پنجاب، سيند، ګلګت بلتستان او له بلوچستان صوبې يو يو کېس راغلی دی.

XS
SM
MD
LG