په دې ګالرۍ کې مو هغه انځورونه غونډ کړي چې د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې اخیستل شوي. تاسې به د چرګانو له جنګ سره سره د پېنډۍ یوې بېکرۍ او اسلام اباد یوه رستوران ته هم بوځو. نو د رویټرز خبري اژانس دا انځورونه یو په یو وګورئ او بیا په تبصرو کې راته ولیکئ چې خوښ مو شول او که نه؟
له پاکستانه انځورونه

۱
د پنجاب په فتح جنګ کې د چرګانو جنګولو سیالي.

۲
تر جګړې وروسته د چرګ مالک پر هغه اوبه اچوي. د چرګانو جنګولو ته په ښه سترګه نه کتل کېږي خو بیا هم دا لوبه په یو شمېر سیمو کې کېږي.

۳
د نومبر پر درېیمه په فتج جنګ کې د چرګانو جنګ نندارې ته ګڼ خلک ورغلي ول

۴
ښايي دا د نړۍ تر ټولو لوړ اې ټي اېم مشین وي. دا د قراقرم په غرونو کې د خنجراب سیمه ده. د چین - پاکستان اقتصادي لار له همدې ځایه تېرېږي.