د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه هنرمندان له شخصي تلویزونونو ګیلې لري


د رباب یو ښکلی انځور
د رباب یو ښکلی انځور

پراګ ـ په پېښور کې يو شمېر سندرغاړي د پښتو له شخصي ټيلي ويژن چينلونو ګيله کوي چې د موسيقۍ پروګرامونو ته يې ورغواړي، خو پيسې نه ورکوي. دوی پلان لري چې د يوه کمپاين په ترڅ کې د ورسره کېدونکې دغې ناانصافۍ مخه ونيسي.

ځوان سندرغاړی راشد خان، چې د سيمې د هنرمندانو د حقونو لپاره وخت په وخت غږ پورته کوي وايي، ټي وي چينلونه د موسيقۍ پروګرامونو له لارې کروړونه روپۍ ګټي، خو يو هنرمند ته بيا د هغه جايزه برخه نه ورکوي.

((ټي وي چينلونو ډېر ظلم راخيستی دی. د سندرو په خپرونو کې د کمپنيو اشتهارونه چلوي او کروړونه روپۍ ګټي. خو يوه هنرمند ته حتا د لارې کرايه هم نه ورکوي. هنرمند بيا له مجبورۍ غږ نه کوي. هغه اسره وکړي چې سندره به يې مشهوره شي او خلک به يې د موسيقۍ پروګرامونو ته وغواړي. شخصي ټي وي چيلونه خو لا څه کوې چې سرکاري هغه هم هنرمند ته ډېر کم اجرت ورکوي. پاکستان ټيلي ويژن د (بي کلاس) يو هنرمند ته د يوې سندرې څلور سوه روپۍ ورکوي. حال دا چې د ريهرسل او ريکارډنګ لپاره پر تګ راتګ هنرمند له جېبه له ۱۰۰۰ تر ۲۰۰۰ پورې روپۍ مصرفوي.))

پاکستان ټيلي ويژن د (بي کلاس) يو هنرمند ته د يوې سندرې څلور سوه روپۍ ورکوي.
سندرغاړی راشدخان

په پېښور کې د بلال جمشيد په نوم يو بل ځوان سندرغاړی هم د ټي وي چينلونو لخوا هنرمندانو ته د پيسو نه ورکول کېدو مسئله تاييدوي، خو وايي چې هغوی خپل هنر په خپله سپک کړی دی.

((خبره د سندرغاړو له لاسه ورانه ده. زموږ ملګري له ټي وي چينلونو سره په خپله رابطه وکړي چې پروګرام ته يې ور وغواړی. نو په داسې کې به هغوی د پيسو تقاضا څنګه کوي؟ ما ته چې کله هم يو ټي وي چينل د سندرې لپاره ويلي دي، ما ورسره سپينه خبره کړې ده چې دومره پيسې به راکوئ، کنه نه درځم. ډېر ځله داسې شوي دي چې خبره مې ورسره نه وه کړې، نو پيسې يې هم را نه کړې. د پاکستان راډيو او ټي وي بيا هنرمند ته پيسې ورکوي. خو په شخصي ټي وي ګانو کې د هنرمند په نوم د جوړ شوي چيک پيسې د چارواکو جېبونو ته ځي.))

د (ای وي ټي خېبر) په نوم د پښتو له يوه شخصي ټيلي ويژن چينل سره د يوه عکاس او هدايتکار په حيث کارکوونکی، فهميد خان، چې دا مهال د ياد ټي وي د مردان په سيمه ييز مرکز کې د (پروګرام اينډ پروډکشن کوارډينيټر) دنده ورکړل شوې، هنرمندانو ته د پيسو نه ورکول کېدو خبره يو مخ ردوي. دی وايي، پر دستخط يې هنرمندانو ته له ۲۰۰۰ نيولې تر ۷۰۰۰ پورې معاوضې ورکړل شوي دي.

((سندرغاړي که دا خبره کوي، نو درواغ وايي. په پېښور کې د موسيقۍ د زياتره پروګرامونو پروډيوسر هم زه وم. موږ ځينو سندرغاړو ته ۲۰۰۰، ځينو ته ۵۰۰۰ او ځينو نورو ته تر ۷۰۰۰ روپيو پورې معاوضې ورکړې دي. موږ په ټي وي کې د حساب کتاب خپله څانګه لرو، یو هنرمند هلته ورشي، دستخط وکړي او خپلې پيسې ترلاسه کړي. په دې پروسه کې د غلا غلطۍ ګنجايش هم نشته. موږ د مياشتې په پای کې خپل ټول حساب کتاب خلاصوو.))

موږ ځينو سندرغاړو ته ۲۰۰۰، ځينو ته ۵۰۰۰ او ځينو نورو ته تر ۷۰۰۰ روپيو پورې معاوضې ورکړې دي.
د ای وي ټي خیبر د موسیقۍ پروګرامونو جوړونکی فهمیدخان

فهميد خان زياتوي، د دې خبرې امکان شته چې ټي وي يې سفارشي سندرغاړو ته پيسې نه وي ورکړي. د ده په خبره، اداره يې د سيمې ټولو نومياليو سندرغاړو ته د عزت په سترګه ګوري.

((موږ ته شوقيان سندرغاړي راشي، د کمپيوټر په زور يې سندره جوړه کړې وي او غواړي پر ټي وي يې ووايي. هغوی دومره سفارشونه راوړي چې له موږ سره پرته له دې چې په يوه پروګرام کې ورته چانس ورکړو، بله کومه لار نه وي. داسې سندرغاړو ته کېدای شي پيسې نه وي ورکړل شوې. خو چې کوم منل شوي سندرغاړي دي، موږ يې په ډېر عزت سره خپلو خپرونو ته راغواړو.))

اړونده مطالب:

کمپویټري موسیقۍ پښتانه سازیان بېکاره کړي
پښتانه سندرغاړي خپلې ټولنې بېوزلي کړي

سندرغاړی راشد خان بيا وايي، د پښتو په ځينو شخصي ټي وي چينلونه او همداراز په دولتي ادارو کې داسې خلک شته چې د هنرمندانو پر حقونو يې خېټې اچولي دي. د نوموړي په خبره، دی او ملګري هنرمندان به يې د يوه کمپاين په ترڅ کې د دغو کړيو پر ضد ودريږي.

((په شخصي ټي وي چينلونو او همداراز د صوبايي حکومت په کلتور اداره کې د مافيا خلک ناست دي. خېبر ټي وي به مخکې يوه سندرغاړي ته ۵۰۰۰ روپۍ ورکولې، خو له هغه وخت راهيسې چې دغه خلک ورته ورغلي، سندرغاړو ته هېڅ پيسې نه ورکول کيږي. موږ د دې ناانصافيو پر ضد يوه کمپاين پيل کړی دی، د دغو خلکو د درغليو يوه دوسيه مو پر مخ روانه کړې. ما څو وارې هڅه وکړه چې خپل هنرمندان ملګري په دې کار کې له ځان سره شريک کړم، خو هغوی ويريږي او راته وايي چې ته له سرکار سره ډغره وهې. زه ورته بيا وايم چې خپل حق به هم له سرکاره غواړو.))

پېښور مېشتو سندرغاړو په وروستيو کې يوه اتحاديه جوړه کړې. د راشد خان په خبره، دوی هڅه کوي د سيمې نوميالي سندرغاړي پکې له ځان سره ملګري کړي او د هنرمندانو د حقونو لپاره اغېزناکه هلې ځلې وکړي.

XS
SM
MD
LG