د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه سندرغاړي خپلې ټولنې بېوزلي کړي


هدایت الله د پښتو یوه تکړه سندرغاړی
هدایت الله د پښتو یوه تکړه سندرغاړی

هارون باچا مشال راډيو

پراګ:- د پښتونخوا خاوره د فن او هنر له پلوه يوه بډايه سيمه ګڼل کېږي. دې خاورې د پښتو يو شمېر داسې سندرغاړي زېږولي چې سندرو يې د خلکو پر زړونو او ذهنونو تر ډېره وخته راج کړی دی.

د دغو وتليو هنرمندانو له ډلې څخه هغه څو تنه چې ژوندي پاتې دي او له کاره پرېوتي دي، په اړه يې ويل کېږي چې د بې وزلۍ ژوند تېروي.

پېژندل شوی سندرغاړی ګلزار عالم د پېښور د مشرانو سندرغاړو ستونزې تاييدوي او وايي چې له حقدارو هغو سره لازمې مرستې نه کېږي.

((احمد ګل او اکبر حسين مرستو ته اړتيا لري. دغه راز ګلاب شېر يو سندرغاړی دی. هغه يوه سندره يې ويلې ده چې، ستا منزل منزلونو کې يمه... هغه غريب دا مهال چرګان خرڅوي. حکومت يو څو تنه هنرمندان نشتر هال ته راوغواړي، چا ته شل او چا ته دېرش زره روپۍ ورکړي. نو په دې خو څه نه کېږي که نه. د هنرمندانو په نوم راغلې بلها پيسې له حکومت سره پرتې دي. له چا پوښتنه نه کوي چې د مرستو حقدار هنرمندان څوک دي. د ډرامې داسې فنکارانو هم په کې پيسې اخيستي چې خپل ګاډي او کاروبارونه لري.))

د خيبر پښتونخوا د صوابۍ يو پېژندل شوی شاعر او ليکوال نورالامين يوسفزی، چې د پښتنو پر کلتوري چارو هم نظر ساتي، د پښتنو سندرغاړو د بېوزلۍ او بېوسۍ اصلي لاملونه د ټولنې عمومي بېحسي او د حکومتي ادارو ناکامي په ګوته کوي.

((سره له دې چې پښتانه له موسيقۍ مزه اخلي، د فن يا آرټ په حواله زموږ د زيات شمېر خلکو اپروچ منفي دی. زموږ ظعيفان هنرمندان د دوئ د خير ښېګړې لپاره جوړو ادارو ته رسېدګي نه لري. پکار ده چې دغه ادارې د راډيو او ټيلي ويژن نه د عمرخوړليو هنرمندانو په اړه مالومات تر لاسه کړي او تپوس يې وکړي. ځکه چې دې خلکو په ټولنه کې د مينې او امن خواږه وېشلي دي. دغه موسيقي ده يا نور زيبا هنرونه دي چې بنده ته لکه د مور په شان غېږ کولاو کړي او سړی په کې د لږ ساعت لپاره د ژوند له دردونو او تکليفونو پناه واخلي.))

د خيبر پښتونخوا په حکومت کې د کلچرل ډايريکټريټ مشر پرويز ثبت خېل بیا وايي، هڅې يې پيل کړي چې ورته ورکړل شوې لږې پيسې د ډېرو حاجت مندو هنرمندانو په کار راولي.

((حاجت مند هنرمندان بلکل شته. که هغه له موسيقۍ، ډرامې او فلم سره تعلق لري او که يا هم ليکوال دي. دغه راز کسب ګر خلک هم ډېر دي. د دوئ شمېر په سلګونو کې نه بلکې زرګونو کې دی. حکومت به زموږ ادارې ته د کال څومره پيسې راکوي؟ خو يو کروړ يا دوه کروړه به وي.نو په دې کې د ټولو هنرمندانو د حاجتونو خيال ساتل دي.))

پرويز ثبت خېل زياته کړه چې د خپلې نوې جوړې کړې تګلارې په ترڅ کې غواړي د صوبې د بېلا بېلو سيمو هنرمندانو ته مرستې ورسوي.

((ما په دغه تېره اونۍ کې د يوه ميټنګ مشري وکړه او راته مالومه شوه چې د صوبې له بېلا بېلو سيمو څخه موږ ته د دوه نيم سوه نه واخلې تر درې سوو پورې درخواستونه راغلي دي. کمېټې پرېکړه وکړه چې موږ به يوازې د پېښور سندرغاړي او د ډرامې اداکار ته مالي مرستې نه ورکوو، بلکې دا به د چترال، ډېرو او تور غر کولال او چميار ته هم رسوو.))

شاعر او ليکوال نورالامين يوسفزی حکومت ته وړانديز کوي چې حقدارو هنرمندانو ته دې د اوسېدو لپاره کورونه او هغوئ او بچو ته يې د صحت او تعليم اسانتياوې ورکړي.

((تر هر څه مخکې پکار ده چې د صوبې د کلتور محکمه د هنرمندانو يوه ډيټا جمع کړي. بيا د سندرغاړو لپاره يوه جدا څانګه او بېلې پيسې مختص کړل شي، چې يوازې د دوئ پر ضرورتونو ولګول شي. داسې هم موږ کولای شو چې د دوئ لپاره يوه کالوني جوړه کړل شي، او دوئ او بچيو ته يې د صحت او تعليم وړيا اسانتياوې ورکړل شي. داسې هم کېدلای شي چې حکومت او ولس د هنرمندانو د خير ښېګړې چارې په ګډه پر مخ يوسي.))

په دې وروستيو کې ځينو پښتنو ځوانانو د ټولنيزو انټرنيټي ويبپاڼو له لارې کمپاين پيل کړی چې د بېوزلو پښتنو هنرمندانو لپاره له خلکو مرستې ټولې کړي.
XS
SM
MD
LG