سرفراز بګټي د جمعې په ماښام په کوټه کې خبري غونډې ته وویل چې د پاکستان سرحدي ځواکونو د اکتوبر پر ۳۰مه نېټه د ډاکټر الله نظر میرمن ، بچي او درې نورې میرمنې هغه مهال نیولې وې چې هغوی د ده په وینا، د چمن له لارې له ډاکټر الله نظر سره د لیدو لپاره افغانستان ته روان وو.
سرفراز بګټي خبریالانو ته ځینې عکسونه هم ښودلي او ادعا یې کړې چې دا هغه مهال اخیستل شوي وو چې د ډاکټر الله نظر کورنۍ افغانستان ته روانه وه.
خو ډاکټر الله نظر بلوڅ پر خپله ټویټر پاڼه په خپاره کړي بیان کې تور پورې کړی وو چې د ده مېرمن له کوټې تښتول شوې وه او په تښتولو کې یې د پاکستان جاسوسي ادارې – آی ایس آی – او د ده په وینا، د هغوی نورو ګمارلو کسانو لاس درلود.
پر ټولنیزو رسنیو فعالو بلوڅو هم د بلوچستان د حکومتي دریځ برعکس د ډاکټر الله نظر د مېرمنې فضیلې بلوڅ تر ورکېدو وروسته د هغې داسې عکسونه خپاره کړي وو چې د یو روغتون پر بستره پرته وي.
فعالانو تور پورې کړی وو چې د پاکستان جاسوسي ادارو یادې مېرمنې د کوټې له یو روغتون څخه تښتولې دي خو د روغتون نوم یې نه وو ورکړی.
سرفراز بګټي خبري غونډې ته وویل، دا یوازې د بېلتون غوښتونکو ډلو پروپاګند و چې یادې مېرمنې تښتول شوې دي بلکې هغوی یوازې د امنیتي ادارو په ولکه کې وې.
نوموړي زیاته کړه چې له نیول کېدو وروسته د بلوچستان وزیراعلی نواب ثناء الله زهري امنیتي ادارو ته امر وکړ چې له دې مېرمنو سره دې د بلوڅو له روایاتو سره سم چلن وشي.
سرفراز بګټي وویل، د دوی پلټنې ښي چې دا مېرمنې هم بلوڅو بېلتون غوښتونکو ډلو بلوچستان لیبرېشن ارمي او بلوچستان لیبرېشن فرنټ ته د پېسو په رسولو کې لاس لري او هم یې په ناقانونه توګه افغانستان ته د تلو هڅه کړې ده.
ده وویل ، دغه مېرمنې او ماشومان یې تر خوشي کولو وروسته د ډاکټر الله نظر اخښي ته سپارلي او هغوی کراچۍ ته تللي دي.
خو ډاکټر الله نظر د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي د څرګندونو په ځواب کې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې “ د پاکستان استخباراتي ادارو د هغه مېرمن، بچې او خویندې تښتولې وې او له هغوي څخه يې په زور اعترافي بیانونه اخيستي دي”.
خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي دغه تورونه رد کړي دي.
ډاکټر الله نظر بلوڅ د پاکستان تربندیز لاندې - بلوچستان لیبرېشن فرنټ – نومې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې مشر دی.
پاکستان پر دې او یو شمېر نورو ډلو ځکه بندیزونه لګولي دي چې هغوی غواړي بلوچستان له پاکستانه بېل کړي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي په ۲۰۱۵م کال کې ادعا کړې وه چې ډاکټر الله نظر د پاکستان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی خو ډاکټر الله نظر څه موده وروسته په یو ویډیو کې راڅرګند شو او د بلوچستان حکومت ادعا یې پروپاګند وبلله.