د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د فاټا بیا ودانۍ لپاره د ۶۸۱ میلیونو ډالرو پروژې پیل کړې. مېکګرا


په پېښور کې د امريکا قونصل جنرل رېمنډ مېکګرا له مشال راډیو سره د یوی ځانګړی مرکی پر مهال ويلي دي چې امریکا او پاکستان له تېرو اوویا کلونو راهیسې له یوبل سره اوږه په اوږه ولاړ دي او دواړه هېوادونه د ترهګرۍ پرضد جنګ، توانايي، معاشي پرمختګ، کرکېله، قانوني کمک، تعليم او د صحت په مېدان کې همکاري کوی.

دی وايي په دې لړ کې یې په خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې ډېرې ګټې ترلاسه کړې دي. "موږ هيله لرو چې راتلونکې وخت کې د ولس ژوند ښه کولو او دوی ته اسانتياو ورکولو لپاره نور کار وکړو. د خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمې امن او ټولنيز ښه والی نه يواځې د پاکستان بلکې د ټولې نړۍ په ګټه دی

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تګلاره

رېمنډ مېکګرا زیاتوی چې د ولسمشر ټرمپ د سوېلي اسياء پاليسي زموږ د ټولو لپاره يوه موقع ده او د هغه له اړخه د افغانستان خلکو لپاره دا پېغام او ډاډګېرنه چې امريکا غواړي د امن راوستو لپاره د طالبانو پشمول د ټولو افغانانو سره کار کول غواړي. د دې لپاره ولسمشر ډونالډ ټرمپ يوه تګلاره وړاندې کړې چې امريکا، افغانستان، پاکستان او زموږ نور ملګري د دې جوګه شي چې يوه ګډه تګلاره وټاکي. د دې شريک مقصد ترلاسه کولو لپاره د امريکا او پاکستان مشران له يو بل سره ليده کاته کوي، يو بل ته ځواب ورکوي، او هغه ټولې لارې لټوي چېرته چې دواړه هېوادونه مخ پر وړاندې تللی شي.

له پاکستان سره مرستې

د یوې پوښتنې په ځواب کی رېمنډ مېکګرا وویل چې امريکا له پاکستاني ولس سره په هر وخت کې ودرېدلې ده، که زلزله وي او که سېلاب، امريکا هر وخت ملاتړ ته تياره وي. که په قبايلي سيمو، خېبرپښتونخوا او نورو برخو کې د خوړو په مد کې وي يا د سر- سیوري ځای ورکولو په لړ کې، او له وژونکیو ناروغیو د بچکېدو په لړ کې، دا وخت موږ د کډوالو ستنېدو په لړ کې هم کمک کوي. او ورانې شوې شخصي او سرکاري ودانۍ بيا جوړوی، سماجي هلې ځلو ته مرستې ورکوي. او دا کمک به په راتلونکې کې هم روان وي.

فاټا اصلاحات

رېمنډ مېکګرا زیاتوی، دوی دا هم ګوری چې د فاټا اصلاحاتو څه نتيجې مخې ته راځي. او دا ضروري ده چې اول وکتل شي چې د پاکستان ولس د قبايلي سيمې اصلاحات څنګه مخ پروړاندې بوځي. ولې بيا هم د دوی د پروګرامونو کارمندان دې ته تيار دي چې د قبايلي سيمې اصلاحات په کاميابۍ سرته ورسوي او که چرې د پاکستان حکومت ترې مرسته وغواړي نو دوی ورته تیار دي.

فاتا کې پرمختیايي پروژې

په پاکستان کی د امریکا لخوا تر سره شوې یا روانو پروژو په حواله رېمنډ مېکګرا وویل چې د [يو اېس اېډ] په کمک په قبايلي سيمو کې يوشمېر پروژې ترسره شوې دي چې پکې د۶۸۱ مليونه ډالرو په لګښت د قبايلي سيمې بيا ودانۍ پروګرام شامل دی. په دې پروګرام کې هغه ودانۍ له نوې سره جوړېږې چې د ترهګرۍ له لاسه ورانې شوې دي. موږ له ۱۲۰۰ کلوميټرو زيات سرکونه او يوشمېر کورونه هم جوړ کړل چې د قبايلي سيمې هغه ټولې لیرې پرتې برخې له يو بل سره او د پاکستان له نورو سيمو سره وتړل شي. موږ د سوېلي وزيرستان خرابه شوې بجلي هم پرځای کړه. په دې کې د واڼه ښارګوټي د بجلۍ ګریډسټېشن توان زياتول شامل دي. د دغه پروژو له مخې په واڼه کې ۱۵۰۰۰ خلکو ته بجلي ورکول کېږي. او دغه شان دغلته ۸۷ نورو کليو ته مو هم بجلي بيا پرځای کړې ده. له دې سره سره موږ د پېښور- تورخم سړک په جوړولو کې هم کمک کړی دی. دغه شان زموږ نورې ځايي او قامي پروژې دي، په خاصه توګه د خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو په اړه. په دې کې موږ د پاکستان حکومت او ملګري ملتونه او نور قامي او نړيوالو ادارو سره کمک کوي. دا کمک د صحت، زده کړو، معيشت او زراعت په مېدان کې کېږي.

د پاکستان له امینتي ادارو سره مرستې

د امنيتي ادارو سره دا کمک په حواله ښاغلی رېمنډ مېکګرا اوویل چې د امريکا حکومت بهرنیو چارو وزارت د نشيي توکیو او قانوم پليکوونکې نړیوالې ادارې [د سټېټ ډپارټمنټ انټرنېشنل نارکاټکس اېنډ لاانفورسمنټ بېورو] په کمک له ۲۰۰۰م کال راهیسې په خېبر پښتونخوا، بلوچستان او قبايلي سيمو کې پر پاک - افغان پولې ۳۴۰ پوستې جوړې کړل شوې دي. امريکا په بونېر ضلع کې د پوليس لاين لپاره اته میليونه ډالره، د نوښار پوليس ټرېننګ سنټر لپاره ۱۷ میليونه ډالره او په پېښور کې د ۳۱ پوستو جوړولو لپاره اته میليونه کمک کړی دی. چې د خېبر پښتونخوا د پوليسو صلاحيت سېوا کړل شي او دوی به د دې جوګه شي چې په ښه توګه د وسله والو مقابله وکړي. دا وخت په نوښار ټرېننګ سنټر کې د امريکا له اړخه د پوليسو د روزنې ګډ مرکز [جي پي ټي سي] تر سیوري لاندې ۳۴۰۰ نارينه پوليس او ۶۹ زنانه پوليس کمانډو تربيه ترلاسه کړې ده. جي پي ټي سي چې په د ۲۰۱۴م کال په جون کې شروع شوی، د خېبر پښتونخوا له پوليسو سره کمک کوي چې داسې دوی خپلو پوليسو ته روزنه ورکړي چې د ترهګرۍ پېښو له مخنيوي سره سره په بېړنيو وختونو کې هم دوي تيار وي. دې لړ کې د خېبرپښتونخوا رېپډرسپانس فورس کوم چې جي پي ټي سي کې تربيه ترلاسه کړې، د هغه ځواکونو برخه ده چې د دسمبر مياشت ۲۰۱۴م د ارمي پبلیک سکول بريد او د ۲۰۱۶م کال په جنورۍ مياشتې باچاخان پوهنتون بريد سمدستي وروستو په حرکت کې راغلي وو.

د ترهګرۍ ضد سرښندنې

د ترهګرۍ پرضد جنګ کې د پاکستان امنیتی ادارو او عام ولس د قربانیانو او په دې جنګ کې د پاکستان د کردار په حواله رېمنډ مېکګرا وویل چې د ترهکرو له اړخه د هغه ټولې ترهګرۍ په سختو ټوکو کې غندنه کوو، که دوی څه منصوبه جوړوي يا لوی بريد کوي، يا عام ولس په نخښه کوي، يا امنيتي ادارې، دغه شان د ماشومانو او زنانوو په نخښه کول هم د غندنې وړ دي. او له ترهګرۍ ځپلیو کورنیو سره خپله غمرازي کوو. که هغه د کال ۲۰۱۴م ارمي پبلک سکول پېښور بريد وي، او که د مارچ ۲۰۱۶م د لاهور پارک بريد وي په کوم کې چې په خاصه توګه ماشومان او د هغوي مور پلار په نخښه شوي وو. موږ د پاکستان د امنيتي ځواکونو د حوصلې او بهادرۍ ستاينه کوو چا چې د تېرو څو کلونو راهیسې د وسله والو د بريدونو مخنيوی کړې دي او د خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو په هغه ځايونو کې د حکومت واک قايم ساتلی چې تر څو کلونو د وسله والو خوندي پټنځايونه وو. دغه رنګ دې وروستيو کې د کولمېن بوايل او د هغوي د ماشومانو خوشې کول يو غوره مثال دی چرته چې امريکا او پاکستان په شريکه کار کوي، نو هم داسې ګټې ترلاسه کېږي. موږ دا منو چې پاکستان دا هر څه د ډېرې قربانيو وروستو ترلاسه کړې دي، په دې کې يوشمېر عام ولس او امنيتي ځواکونو ژوند له لاسه ورکړی، او هېواد ته معاشي زيان هم رسېدلی دی. اوس دا سوال راپورته کېږې چې موږ څومره ګټې ترلاسه کړې دي دا څنګه خوندي وساتو. څنګه مخ پر وړاندې ولاړ شو؟ او پاکستان او امريکا د ترهګرو پرضد يوځای ودرېږي چې د دوي ټول پټنځايونه ختم کړي او د هغو ټولو وسله والو پرضد کاروايي وکړي چې د سيمې لپاره یې خطره راڅېرمه کړې ده.

XS
SM
MD
LG