د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نجلۍ ودولو عمر څومره پکار دی؟


د پاکستان سېنېټ کورنيو چارو کمېټۍ د ماشومانو نجونو ودولو قانون کې د بدلون منظوري وځنډول شوي چې د نجلۍ لږ تر لږه عمر یې ۱۸ کاله د ټاکلو وړاندیز شوی وو. د کمېټۍ مشر رحمان ملک د ديني عالمانو په حواله ويلي وو چې دا يو غیراسلامي ګام دی او پاکستان کې د اسلام پرضد قانون نه شي جوړېدلی.

د سېنېټ کورنيو چارو کمېټۍ يوه غړي سېنېټر طاهر مشهدي د جمعې په ورځ مشال رېډيو ته وويل چې هغه په خپله په دغه غونډه کې موجود وو خو د نه منظورولو يوه وجه يې د هغه غړي نه راتلل هم وو چې دا بل یې وړاندې کړی وو.

نوموړی وايي چې کمېټۍ يواځې ديني عالمان اورېدلي دي. دوی به اوس د مدني ټولنې فعالان، د ښځو حقونو مبارزه کوونکو او خبريالانو سره هم خبرې کوي او بيا به ديني عالمان اوري چې څنګه کولی شي، د ماشومانو نجونو حقونه و نه تروړل شي.

'ماشومانې جينکۍ د الله رحمت دی، موږ بايد پر دې سوچ وکړو او د زمانې سره تګ وکړو. پخوا به ماشومانې ژره پوهېدې، د هغوي بدن به مضبوط وو، هډوکي به يې مضبوط وو. موږ بايد په دې ټولو خبرو سوچ وکړو ځکه چې په نننیو ماشومانو کې هغه خوراک نه شته، هغه پوخوالی نه شته کوم چې په هغه وخت کې وو. پر دې هر څه که غور وشي زما په خيال ډېره ښه خبره ده'

د ښځو او ماشومانو نجونود حقونو مبارزه طاهره کليم چې په تېرو وختونو کې د دا رنګ قانون جوړولو برخه هم پاتې شوې، وايي چې دوي د ديني او د طبي پوهانو سره په دې اړه خبرې کړي دي کوم چې دا مني چې د نجلۍ لپاره يواځې بالغ کېدل پوره نه دي، بلکې د هغې ذهني پوخوالی او د فېصلې کولو توان هم ضروري دی.

'که تاسوم قانون وګورئ نو کم نه کم عمر پکې له اتلس کالو کم دی، که شناختي کارډ څوک جوړوي نو کم نه کم عمر اتلس کاله دی، که چرته سزا ورکول کېږي نو تر ۱۸ کالو ماشوم ګڼل کېږي. چې کله درې لوی قانونونه د ماشوم عمر اتلس کاله يادوي نو بيا د واده لپاره هم کم نه کم عمر اتلس پکار دی يا شناختي کارډ جوړېدل'

د نجلۍ د عمر لپاره شرعي عمر څومره پکار دی او ايا اسلام داسې کوم اجازه ورکوي چې د ماشوم يا ماشومې عمر وټاکل شي؟ په دې اړه ديني عالم مولانافضل قيوم وايي که د بېلا بېلو مسلکونو ديني مشران او پوهان کېني نو داسې کېدی شي چې د موجوده وخت مطابق څه فېصلې وکړي خو اسلام کې د نجلۍ يا هلک د عمر په اړه هېڅ ښکاره حد نه دی ښودل شوی.

'که چرته پوهان کېني او د حالاتو مطابق کومه پاليسي جوړه کړي خو چې شرعي حېثيت ورنه کړي، که د دې عمر نه مخکې هم کوم ودونه شوي وي هغه هم غېرشرعي نه شي بلل کېدلی.'

د کميټۍ د غړيو په وينا چې دوي به يو وارې بيا پر دې بحث کوي چې څنګه د ديني عالمانو او د مدني ټولنې د فعالانو په مشوره د ماشومانو د ودونو لپاره د عمر په اړه قانون ته حتمي شکل ورکړي.

دا وخت په پاکستان کې د ماشومانو د ودونو د خونديتوب ۱۹۲۹م قانون موجود دی. د دې قانون د دوېمې مادې ترمخه د هلک د واده لپاره کم نه کم عمر ۱۸ کاله او د نجلۍ لپاره ۱۶کاله ضروري دی خو د سېنېټر سحر کامران له خوا وړاندې کړل شوي بل کې د نجلۍ عمر ۱۸ کاله کولو لپاره د بدلون وړاندیز شوی وو چې کميټۍ نه دی منظور کړی.

XS
SM
MD
LG