د کډوالو مشران زیاتوي، د خوراکي توکو هغه میاشتنۍ مرستې چې دوی سره کیږي، لږې دي او د دوی اړتیاوې نشي پوره کولای.
بلخوا د خوست یو شمېر چارواکي چې د سې شنبې ورځې ناوخته ګلان کېمپ ته ورغلي ول، د میشتو کډوالو ستونزې پر ځای وبللې او ويې ویل، چې پدې وروستیو کې د کډوالۍ نړیوال بحران دوی ته پر مرستو هم اغېز کړی دی.
ځايي چارواکو ډاډ ورکړ چې دوی به د وزیرستاینو کډوالو غوښتنې او اړتیاوې د مرکزي حکومت تر څنګ نړیوالو مرستندویانو سره شریکې کړي.
په ګلان کېمپ کې د کډوالو یو استازی ملک حبیب خان وايي، چې ژمی راروان دی او دوی د پوښاک وسایلو، د دواء درملو لپاره پیسو، لرګیو او نورو اړینو ژمنیو توکو ته اړتیا لري.
د ده په وینا چې یو شمېر کورنۍ د شوال او لمنې نوي راغلي، خو تر اوسه ورسره هېڅ ډول مرسته نده شوې.
د کډوالو یو بل تن سپینږیری ملک شیرخان وايي، چې دوی سره کیدونکې د خوراکي توکو مرستې نه یوازې کمې دي، بلکې غوړي چې پخوا ورکول کېدل هغه هم له څو میاشتو بند شوي دي.
ملک شیرخان هم وايي، د دې لپاره چې ښځې او ماشومان يې په راتلونکې ژمي کې له ناروغیو خوندي پاتې شوي وي، دوی سره دې د ژمنیو توکو مرستې وشي.
نواب خان چې د شمالي وزیرستان د مده خېلو اوسیدونکی دی او په دې وروسیتو میاشتو کې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ څخه ګلان کېمپ ته يې کډه راکړې وايي، نویو راکډه شویو کورنیو سره هېڅ ډول مرستې ندي شوي.
خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي چې د ولایتي ادارې د یو پلاوي په مشری ګلان کېمپ ته ورغلی وو، د وزیرستانیو کډوالو ستونزې او غوښتنې پر ځای وبللې او ويې ویل دوی سره د ګلان کېمپ د اوسیدونکو روغتیايي خدمتونه او د ماشومانو ښوونه روزنه په کاري لومړیتوبونو کې ده.
ښاغلي حبیبي په خپلو خبرو کې ومنله چې وزیرستانیو بې ځایه شویو کورنیو سره د UNHCR او نورو مرستندویه ادارو لخوا د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې لږې دي، خو لامل يې دا وباله چې پدې وروستیو کې په نړیواله کچې د مهاجرتونوستونزو، دوی سره هم پر مرستو اغېز کړی دی.
ګلان کېمپ ته په ورغلي پلاوي کې د افغانستان د قومونو او سرحدونو چارو وزارت معین محمدیعقوب احمدزی هم وو.
نوموړي په خپلو خبرو کې وزیرستانیو مشرانو ته وویل، که هغوی غواړي د اووم ټولګي پورته ځوانان يې په کابل کې د خوشال بابا، رحمن بابا او پیرمحمد کاکړ په قبایلي لیسو کې زده کړې وکړي، یاد وزارت ورته د لیلیې په ګډون د ژوندانه ټولې اسانتیاوې برابروي او هر څومره ځوانان چې وغواړي هلته زده کړې وکړي، په یادو لیسو کې به يې جذب کړي.