د لاسرسي ځای

د کډوه کونکیو په وينا دوی د ديګ پخولو په مزورۍ کې د سېواوالي غوښتنه کوله نو ځکه د کلي خلکو له کلي بهر کړل خو د مردان پوليس وايي چې نایان په خپله له کلي وتلي دي او چا پرې زور زياتی نه دی کړی.

د مردان کاټلنګ کویي برمول کلي نايي افضل امين له نورو خپلوانو سره يوځای ۱۵ ورځې وړاندې له کلي کډه کړې ده او اوس د کرایې په کور کې اوسېږي.

نوموړی وايي چې له ۱۲ کالو راهيسې يې په ۲۰۰ روپۍ د وریژو يو ديګ پخولو خو د ګرانۍ له سېواکېدو سره په دغه مزدورۍ د ژوند ګزاره ګرانهشوه نو ځکه دوی په کلي کې د دېګ پخولو مزدروي ۳۰۰ روپۍ کړه چې پرې د کلي خلک خپه او غوسه شول او جرګې یې پرضد فيصله وکړه.

"جوماتونو کې اعلانونه وشول چې له دوی سره به هېڅوک مړی ژوندی نه کوي، که چا ورسره مرسته يا ورکړه راکړه وکړله نو هغه کس به هم له کلي بهر کېږي. دکاندارنو ته يې هم وويل چې په موږ څه خرڅ نه کړي، نو موږ له کلي په بهر کېدو مجبوره شو، شپږو کورنيو کډه کړې ده او دوه لا ځکه پاتې دي چې د کرایې کور يې لا نه دی موندلی."

کډه شوې نایانو د مردان پوليسو مشر ته شکايت کړې دې چې د کويي برمول خلکو دوی په زوره له کلي بهر کړي دي. ډي پي او ډاکټر ميا سعيد د کاټلنګ تحصيل ډي ايس پي محمد اعجاز ته د پلټنو او کارروایي هدايات جاري کړي دي.

ډي ايس پي محمد اعجاز وايي چې د نایانو او د کلي جرګې ترمينځ د ديګ د پخولو په مزدورې اختلاف وو خو له کلي د وېستلو تورونه يې ناسم دي.

"زه او ايس ايچ او تېره شپه کویي برمول کې وو، هغه خلک مو راغونډ کړل، ويل يې چې موږ هېڅوک له کلي نه دي بهر کړي، مسلماني ده او بيا پښتنولي ده، داسې موږ نه شو کولی، دا جمهوري ملک دی او د دغه کلي خلک تعليم يافته دي."

خو افضل امين وايي د کلي خلک په دې غوسه دي چې نايانو له دومره اختيار چا ورکړی چې د مزدورۍ د مقدار فيصلې په خپله وکړي.

"اوس موږ ځکه کړېږو چې په ۲۰۰ روپۍ له ديګ پخولو مو انکار وکړو، موږ دوی ته وويل چې تاسو په درې سوه نه يې خوشاله او موږ په دوه سوه نو له کسب کولو مو انکار وکړو. اوس دا خبره د قاميت او انا ده. دا وس د سلو روپیو خبره نه ده. دوی وايي چې تاسو ولې موږ ته رانيغ شوی، دوی غواړي چې ټول عمر موږ د دوی غلامان پاتې شو."

XS
SM
MD
LG