د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: یو امنیه قوماندان پر مخالفو د وسلو پلورولو په تور ګرفتار


انځور تزئیني بڼه لري/ ارشیف
انځور تزئیني بڼه لري/ ارشیف

د کندهار د تخته پل ولسوالۍ امنیه قوماندان پر وسله‌والو مخالفینو د وسلو د خرڅولو په تور نيول شوی دی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رئیس سمونوال ولي محمد عسکر د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۰۸» خبريالانو ته وويل چې د تخته پل ولسوالۍ امنیه قوماندان نذیر رسولي د دې ولسوالۍ له امنیه قوماندانۍ څخه سلګونه ميله د سپکو او درنو وسلو مرمۍ او مهمات ايستلي او غوښتل‌یې چې د تخته پل ولسوالۍ د مېل کلي په سيمه کې يې پر وسله‌والو وپلوري چې د کشفي ادارو له لوري ونیول شو.

عسکر وایي چې د تخته پل امنیه قوماندان په څېړنو کې پر خپل عمل اعتراف کړی دی.​ "نذیر احمد چې د عبدالباقي زوی دی، د تخته پول امنیه قوماندان دی، ۱۴ زره د کلاشینکوف مرمۍ، ۲۶ فیره د راکټ مرمۍ، ۲۲ فیره د ۲۲ متري توپ مرمۍ او نور مهمات مېل کلي ته وړي وو او هلته‌يې مخالفینو ته ورکول چې د کشفي راپورونو پر اساس ونیول شو."

ولي محمد عسکر
ولي محمد عسکر

د کندهار د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې د پوليسو مشر همداراز په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د کندهار د هوايي ډګر له قوماندان سمونوال عبیدالله سره یوځای هغه پنځه نیم میلیونه ریال او ۶۰ زره ډالر هم خبريالانو ته وښودل چې د تېرې پنجشنبې په ورځ نیول شوي وو.

دوبۍ ته انتقالېدونکې نیول شوې پیسې
دوبۍ ته انتقالېدونکې نیول شوې پیسې

د جنايي جرمنو سره د مبارزې مشر وویل چې د قوماندان عبيدالله ماما په ګډون، پنځه نور کسان هم نیول شوي چې د کندهار له هوایي ډګره‌يې دوبۍ ته په ناقانونه ډول پيسې انتقالولې.

د نوموړي په وینا، ماما عبیدالله او ملګرو يې په تحقیقاتو کې ویلي چې د تېر یوه کال په اوږدو کې يې شااوخوا سل میلیونه ډالر په غیر قانوني توګه د کندهار له هوايي ډګره دوبۍ ته ولېږدوي.

دا په روانه یوه مياشت کې په کندهار کې، د پوليسو ۳ لوړپوړي چارواکي دي چې د فساد له امله د کشفي ارګانونو له لوري نيول کېږي.

تر دې مخکې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ امنیه قوماندان د اخلاقي فساد په تور له دندې لیرې شوی و.

XS
SM
MD
LG