د لاسرسي ځای

توپان په جرمني، پولینډ او چېک جمهوریت کې تاوانونه اړولي


په جرمني کې ګڼې ونې پرېوتې او سړکونه یې وتړل

پراګ - چارواکي وايي، د یکشنبې پر ورځ د شمالي او مرکزي اروپا په هېوادونو کې هېرورټ نومي توپان لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

وژنې په جرمني، پولینډ او چېک جمهوریت کې شوې دي.

رسمي سرچینې وايي، په پولینډ او چېک جمهوریې کې څلور کسان د ونو پرېوتو په پېښو کې وژل شوي. دوه کسان په جرمني کې د توپان او یخې هوا له کبله وژل شوي.

له توپان سره باران هم ورېده
له توپان سره باران هم ورېده

توپان دومره زورور وو چې په درېواړو هېوادونو کې یې ونې ماتې کړې، د برېښنا نظام یې ګډوډ کړ او لویې لارې وتړل شوې. په جرمني کې اوږد مزل کوونکي اورګاډي ودرېدل او د یکشنبې پر ورځ په چېک جمهوریې کې پینځه لاکه خلکو برېښنا نه لرله.

د هېرورټ په نوم د توپان له کبله د جرمني د همبورګ د ماهیانو (کبانو) بازار تړل شوی وو. همبورګ د سمندرګي تر غاړه پروت ښار دی.

د توپان له کبله د چېک په زلین ښار کې ژوبڼ وتړل شو. چېک چارواکي وايي، په ځېنو سیمو کې د برېښنا او ټرانسپورټ نظام بیا بحالول ښايي یوه اوونۍ وخت واخلي.

د توپان رفتار ۱۸۰ کیلیومیټره في ساعت وو.

د دوشنبې پر ورځ په درېواړو هېوادونو کې توپان نشته البته په ځېنو ځایونو کې بارانونه اوري.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG