د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د حکیم تڼیوال په نوم یو ملي پارک ونومول شو


د حکیم تڼیوال پارک د افتتحاح مراسم
د حکیم تڼیوال پارک د افتتحاح مراسم

خوست ـ د خوست یو شمېر قومي مخور او مدني فعالان وايي، چې پخواني والي حکیم تڼیوال یاد ولایت د نوي نظام په پیل کې د بیلابیلو وسلوالو ډلو له حاکمیته په سوله ییزه توګه وژغوره او پر ځای يې واحده اداره رامنځته کړه.

دوی یادې څرګندونې نن د یکشنبې په ورځ د حکیم تڼیوال په نوم د ملي پارک د نومونې په غونډه کې وکړې.

د غونډې ویناوالو زیاتوله، حکیم تڼیوال له سیاسي موقف پرته د دې هېواد یو علمي، فرهنګي او ټولنیز شخصیت و او دوی له افغان حکومت غواړي، چې د تڼیوال د وژنې ورځ هر کال ولمانځي.

لیکوال او ژورنالېست محمدغفور مهیدي د حکیم تڼیوال د خدمتونو په باب مشال راډیو ته وايي:

د غونډې یو ویناوال
د غونډې یو ویناوال

((تڼیوال صیب په داسې یو حالت کې د والي په صفت مقرر شو، چې دلته مطلقه انارشي او هرج مرج و، خو د تڼیوال صیب ټوله هڅه داوه، چې پدې ځای کې ټولې ستونزې د سولې او روغې جوړې له لارې حل کړي نه د زور له لارې او بله ښېګڼه يې داوه چې دی د فلسفې ماسټر او استاد و، ټول علوم که یوه ونه فرض کړو، فلسفه يې سټه ده او نور علوم يې څانګې دي، نو په همدې علم کې د ده ټولې کړنې تجلا پیدا کوي، د قومونو خصوصیات يې ښه درک کړي وو او کولای شول چې ملي روغې جوړې سیاست ته عملي جنبه ورکړي، نو دا چې د سولې مخالفینو يې زغم نه لاره، هماغه وه چې دی يې په شهادت ورساوه.))

خوست ښاروال عبدالبصیر محمدزي په خپلو خبرو کې حکیم تڼیوال د اوسني نظام له سرلارو او بنسټ اېښودونکو وباله او زیاته يې کړه چې ده ټولو قومونو ته په درانه نظر کتل او شته سیاسي او ټولنیز حرکتونه يې پر ځان راټول کړي ول.

لیکوال او شاعر زاهدشاه انګار وايي، چې استاد تڼیوال د نورو ښو صفتونو تر څنګ د بیان او رسنیو ازادۍ ته ژمن شخصیت و او رسنۍ يې د ستونزو او نیوکو انعکاس ته هڅولې.نوموړي زیاته کړه:

((ارواښاد حکیم تڼیوال د دې تر څنګ چې یو علمي او فرهنګي شخصیت و، یو پیاوړی والي هم و، ده د بیان پر ازادۍ عقیده درلوده، موږ چې کله د مزل په نوم لومړنی ازاده جریده پیل کړه، په ګزارشونو کې خامخا په ځینو برخو کې پر ځايي اداره نیوکې وې، خو ده ماته ډاډ راکاوه او ویل يې چې انتقاد نه وي اصلاح نه راځي، تاسو خپلو هڅو ته دوام ورکړئ زه په کامله مانا ستاسو ملاتړی یم.))

د غوندې ګډونوال
د غوندې ګډونوال

د ولایت مقام د بشري منابعو رييس نقیب الله متونوال، چې د خوست والي په نیابت يې په ناسته کې خبرې کولې وویل، تڼیوال داسې ملي شخصیت لاره، چې که کومه رسمي اداره نیمه پیړۍ مخکې هم د ده په نوم نومول شوې وای، نو چا به يې د نوم د لیرې کولو جرئت نه و کړی.

ده د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وغوښتل چې پدې پارک د حکیم تڼیوال د ژوند او سیاست په بیلابیلو اړخونو څېړنیزې غونډې جوړې کړي، تر څو د هرې سیمې افغانان د هغه له شخصیت سره اشنايي پیدا کړي.

شاعر او لیکوال نوراجان بهیر هم د حکیم تڼیوال په باب خپله لیکنه ولوسته چې په یوه برخه کې يې راغلي ول:

((خوست هغه مهال د وحشت یو جزیره وه، چې ده د حاکمیت په یوه جزیره بدله کړه، ده دلته د یوې منظمې ادارې بنسټ کېښوده، خوست يې د پوهنتون څښتن کړ، بیا پکتیا او وزارتونو ته ولاړو، استاد د اجتماعیت نمونه و، تڼیوال د هېواد د لویشت، لویشت خاورې پر ابادۍ فکر کاوه.))

د یادونې وړ ده، حکیم تڼیوال چې د افغانستان د مرکزي حکومت له لوري د ۱۳۸۱ لمریز کال له وروستیو میاشتو په خوست کې د والي په توګه ټاکل شوی و، څه دپاسه دوه کاله والي وو، چې بیا وروسته د معادنو همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو د وزیر په توګه يې دندې ترسره کړې.

حکیم تڼیوال چې په پکتیا کې يې د والي په توګه دنده ترسره کوله د ۲۰۰۶ زیږدیز کال د سپټمبر په لسمه په یوه ترهګریز برید کې ووژل شو او مړی يې د تڼیو په حصارک کلي کې خاورو ته سپارل شوی دی.

XS
SM
MD
LG