د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د کونړ مرستیال والي په پېښور کې لادرکه شوی


نه د پاکستان حکومتي چارواکو او نه هم د پېښور پولیسو د دې خبر تر خپرېدو د قاضي محمد نبي احمدي په اړه څه نه دي ویلي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته د دې خبر پخلی وکړ چې پېښور ته تللی د کونړ ولایت مرستیال والي قاضي محمد نبي احمدي د جمعې له ورځې راهسې لار درکه دی.

دې چارواکي وویل چې قاضي محمد نبي احمدي د پېښور ډبګرۍ ته د علاج لپاره تللی وو او له هم هغه ځایه د جمعې له ورځې بې درکه دی.

یاد چارواکي وویل ، دوی د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې مسله خبر کړی دی او دا د هغوی کار دی چې له پاکستان سره په دې اړه خبرې وکړي.

د کونړ ولایت یو حکومتې سرچینې نن د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وویل چې دغه پېښه تیره ورځ رامنځ ته شوې او په وینا یې چې مرستیال والي د درملنې لپاره پېښور ته تللی وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا تر اوسه په دې اړه څه غبرګون مخې ته ندی راغلی.

نه د پاکستان حکومتي چارواکو او نه هم د پېښور پولیسو د دې خبر تر خپرېدو د قاضي محمد نبي احمدي په اړه څه نه دي ویلي.

قاضي محمد نبي احمدي د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

ویل کېږي چې نوموړی د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي فعاله غړی دی.

XS
SM
MD
LG