د لاسرسي ځای

تازه خبر

'مذهبي ګوندونو د ترهګرۍ په ځپلو کې لویه برخه اخېستې'


د جمعیت علماء اسلام مرکزي امیر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چي دیني عالمانو اومذهبي مدارسو په هېواد کې د تره ګرۍ پرضد جنګ کي مهمه ونډه لرلې ده. نوموړي ویلي هېڅوک به دې ته پرې نه ږدي چې د دپاکستان اساسي قانون ته سیکولره بڼه ورکړي. نوموړي دا څرګندونې تېر ماښام د کوټې په ایوب لوبغالي کې د مفتي محمود کانفرنس پر مهال کولې.

مولانافضل الرحمان وویل، چې هند او امریکا په ګډه په پاکستان کې ناقراري جوړول غواړي چې موخه یې د چین - پاکستان اقتصادي راهداري ناکامه کول دي.

د جمعیت مرکزي امیروینا وه چې په پاکستان کې د تره ګرۍ پرضد جنګ کی مذهبي جماعتونو او دیني مدارسو لوی کردار ادا کړی دی. اوپه راتلونکې کې به هم یې هم ادا کوي خو وايي له بده مرغه ځینې قوتونه د دیني جماعتونو پرضد لاسونه پورته کړي دي چي دوی ګوند به یې ناکامه وګرځوي.

مولانا فضل الرحمان وویل دی مني چې د تره ګرۍ په ختمولو کې پاکستاني پوځ لویه ونډه لرلې ده خو که علماء کرام او دیني مدارسو مرسته نه وای کړې نو بیا له دې هېواده تره ګري نه شوه ختمېدلی. ده وویل پکار خو دا وه چې حکومت د دیني مدارسو دغه کردارتسلیم کړی وای.

XS
SM
MD
LG