د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان احتساب عدالت د نواز شریف د نیولو امر ورکړ


د پاکستان احتساب عدالت یوه قاضي محمد بشیر د پنجشنبې ورځ په اسلام اباد کې د مقدمې په اورېدنه کې د نواز شریف د وکیل دا غوښتنه رد کړه چې د نوموړي په نه شتون (غیر حاضرۍ/غیاب) کې دې دغه مقدمې ته دوام ورکړل شي ځکه چې پخوانی وزیراعظم په لندن کې له خپلې مېرمنې سره دی.

په لندن کې د شریف د مېرمنې کلثوم نواز درملنه روانه ده.

قاضي بشیر امر ورکړ چې نواز شریف دې ونیول شي او عدالت ته دې حاضر شي. عدالت البته د هغه د نیولو قابل ضمانت حکم ورکړی دی.

پر نوموړي او د ده د کورنۍ پر غړیو د پاناما اسنادو او د شتمنیو د نه ښودو په ضمن کې مقدمه روانه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG