د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا کې د ښځینه رای ورکوونکیو زیاته شمېره څه ګټې لري؟


د تکړه قبایلي خویندو ګډ تصویر
د تکړه قبایلي خویندو ګډ تصویر

د پاکستان د ټاکنو کمېشن (الېکشن کمېشن اف پاکستان) له خوا خپره شوې شمېره ښايي چې په سرشمېرنه کې د قبايلي ښځو د ووټونو شمېره کې زياتوالی راغلی. په قبايلي سيمو کې د زياتوالي دا شمېره ۳۶ فيصده ښودل کېږي چې تر ټولو زياته ده.

ناهيد اپرېدۍ چې د قبايلي سيمې خېبرايجنسۍ سره تعلق ساتي او د 'تکړه قبايلي خوېندې' نومې غېرسرکاري سازمان برخه ده، وايي چې په تېرو ټاکنو کې لومړی ځل وو چې د قبايلي سيمې اوسېدونکو سياسي هلې ځلې وکتلې نو ځکه لا هم جمهوري سوچ کې پوخوالی په نظر نه راځي خو وايي چې اوس پر سياسي ګوندونو دا ذمه واري راځي چې په ريښتوني معنو کې قبايلي ښځو ته د ووټ اچولو او اخېستلو دواړه موقعې ورکړي.

"زموږ نمايندګي په يوه کچه هم نه شته. په قبايلي سيمو کې د مقامي حکومتونو نظام نه شته، په سينيټ او قامي اسمبلۍ کې هم د ښځو نمايندګي نه شته. ښځې د ښځو لپاره کار کولی شي نو اوس سياسي ګوندونو له پکار ده چې هلته کار وکړي، سياسي هلې ځلې زياتې کړي او په خصوصي توګه ښځې د ووټ په کارولو او ارزښت خبر کړي"

ناهيد له خپلو تجربو څخه وايي چې ځينو قبايلي سيمو ته د تللو پرمهال دوي وکتل چې هلته ښځې خبرې هم نه وي ووټ به چېرته او څنګه اچوي.

د قبايلي سيمې اورکزی سره تعلق لرونکې نوشين جمال چې د تکړه قبايلي خور نومې سازمان سره تعلق ساتي هم د ټاکنو د کمېشن ستاينه کوي خو پر سرشمېرنه هم ټکونه کوي چې دلته شاوخوا ۵۰ فيصده زنانه موجود دي.

نوشين بيا وايي چې څنګه د نيمايي ابادۍ نمايندګي له پامه غورځول کېږي، ځکه چې د ښځولپاره ښه قانون سازي يواځې زنانه کولی شي او هله څرګندوي چې اوس به ښځې هم د نارينه وو په رنګ خپل ووټ په سمه توګه استعمال کړي.

"تر اوسه خو د ووټ استعمال ځکه سم نه وو چې د کوم قانون لاندې موږ ژوند کوو نو هلته خو دا هم نه شو ويلی چې نارينه وو به سم استعمال کړی وي. دا وخت خو زموږ خپل نمايندګان هم زموږ لپاره قانون نه شي جوړولی. اوس چې څومره په قانون کې بدلون راځي او که خدای وکړه نو اېف سي ار به ختم شي بيا به له نارينه وو سره سره ښځې هم خپل ووټ سم استعمال کړي"

د دې شمېرې د زياتوالي لامل څه دی؟ پر پارلماني سیاست او ټاکنو نظر لرونکې غېر حکومتي ادارې فافن د اېګزېکټيو کونسل يو غړي ظهيرخټک وايي چې د کډوالۍ پرمهال شناختي کارډ جوړول د قبايلي ښځو او نارينوو لپاره ضروري وه او هم دا وجه ده چې د دوی په شمېره کې زياتوالی راغلی.

"دا يوه لويه وجه ده چې ښځې ډېرې رجسټر شوي دي. بله دا چې کله د کډوالو لپاره کېمپ جوړ شو نو هم په دغه کېمپونو کې د شناختي کارډ جوړولو ادارې نادرا خصوصي ځايونه جوړ کړي وو چې دوي له کارډونه جوړ کړي. بله دا چې د يو ځای نه بل ځای ته د تللو لپاره دوي ته شناختي ضرورتونه وو نو د دې له امله دا شمېره زياته شوې"

د ظهير خټک په وينا چې په قبايلي سيمو کې د ۲۰۱۲م نه تر ۲۰۱۷م تر ټولو زياتې زنانه په شمالي وزيرستان کې رجسټر شوي او دا وخت د دغه ايجنسۍ د رجسټر شویو ښځوشمېره له ۴۵زره نه زياته ده کومه چې په ۲۰۱۲م کې شاوخوا يوولس زره وه.

د پاکستان ټاکنو کميشن ترمخه په قبايلي سيمو کې دا وخت ۱۳۳۲۹۲۱ نارينه او ۸۰۹۶۳۱ ښځینه رای اچوونکي موجود دي.

XS
SM
MD
LG